جرمني کې د قاضي په حکم نارینه په ولاړو متیازې کولی شي

د عکس سرچینه، AFP

د جرمني په دوسلدورف ښار کې یوې محکمې ویلي، نارینه په ولاړو د متیازو کولو حق لري. ددغې محکمې حکم د ځینو نارینه وو له شکایت کولو وروسته شوی دی.

یوه سړي ادعا کړې وه، په کور کې یې کرايي اوسېدونکی سړی په ولاړو متیازې کوي، چې دا کار د مرمر ډبرو د چټلېدو لامل ګرځي.

همدا وه چې د کور څښتن له سړي نه د ۱۹۰۰ یورو (چې ۲۲۰۰ ډالر کېږي) خسارې غوښتنه کړې وه.‌

خو په دوسلدورف کې د محکمې د یوه قاضي حکم مستاجر د کلتوري دود پر بنسټ سم وباه،‌ او وویل چې په ولاړو متیازې کول لاهم یو ډول معمودل ډول دی.

دا موضوع چې نارینه باید په ولاړو یا ناستو متیازې وکړي، په جرمني کې د بحث یوه موضوع ده.‌

خو په ځینو تشنابونو کېی په ولاړو د متیازو نه کولو سپارښتنې شوې دي.
د عکس تشریح، خو په ځینو تشنابونو کېی په ولاړو د متیازو نه کولو سپارښتنې شوې دي.

خو په ځینو تشنابونو کې په ولاړو د متیازو نه کولو سپارښتنې شوې دي.‌

خو د جرمني په ځینو سیمو کې هغو کسانو ته د (سټیز پینکلر) اصطلاح کارېږي، چې په ناستو متیاې کوي، چې معنا یې (ناځوانانه چلند) دی.

پر همدې مهال، قاضي سټیفن هانک منلې ده چې د متیازو د یوه کارپوه د راپور له مخې، د کور د څښتن مرمرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.