پاچا عبدالله او پاچا سلمان لنډ ژوندلیکونه

    • Author, ژباړه: هدايت الله هميم
    • دنده, بي بي سي

د سعودي عربستان مخکینی پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د تېرې جمعې په ورځ د نوي کلونو په عمر په روغتون کې ساه ورکړه.

د سعودي عربستان تلوېزیونونو د جمعې ورځې پر ګهیځ نورې خپرونې بندې کړې او د پاچا عبدالله د ویر خبرونه یې خپرول.

پاچا عبدالله په هېواد کې د مطلق حکم څښتن و،‌ خو تر څنګ یې د ولس او یوې ډېرې محافظه کارې ټولنې د عام نظر ترمنځ انډول ساتلو هڅې هم کولې.‌

که څه هم هغه پخپله واکمنۍ کې د یوه محافظ دیني مسلک سړی و،‌ خو ځینې یې په منځني ختيځ کې د سولې ملاتړی او اصلاحات راوستونکی ګڼي.

خو ځینې بیا پر هغه دا نیوکه کوي، چې د عامه ازادیو لپاره یې لاره تړلې وه،‌ چې د واکمنۍ پرمهال اجازه نه ورکوله، چې نېغه نغوته یې د شیعه لږکیو او د ښځو د حقونو د ازادیو محدود ساتل و.‌

د پاچا عبدالله مور د هغه په ۲۲ ښځو کې اتمه وه‌، چې هغه هم کوچۍ وه،‌ همدا وو چې عبدالله د خپل ماشومتوب ډېر وخت د صحرايي ژوند په دودیز کوچيانه چاپېریال کې تېر کړی.‌

د عکس سرچینه، reuters

د عکس تشریح، د پاچا عبدالله مور د هغه په ۲۲ ښځو کې اتمه وه‌، چې هغه هم کوچۍ وه،‌ همدا وو چې عبدالله د خپل ماشومتوب ډېر وخت د صحرايي ژوند په دودیز کوچيانه چاپېریال کې تېر کړی.‌

پاچا عبدالله په ۱۹۲۴ کال زیږېدلی، خو د تولد د دقیقې نېټې په اړه یې اختلاف دی.‌‌ نوموړی د سعودي د نوي حکومت (سعودي عربستان) د بنسټګرپاچا عبدالعزیز په لږترلږه ۴۵ زامنو کې پخپل ترتیب دیارلسم زوی دی.‌

پاچا عبدالله دودیز دیني درسونه لوستي، چې تر ډېره پر قبایلي رسم او رواج ټینګ سړی و،‌ خو سخت دریځه دیني فکر یې نه درلود،‌ لکه په هېواد کې چې نورې وهابي ډلې سختګیرې دي.

د پاچا عبدالله مور دده د پلار په ۲۲ ښځو کې اتمه وه‌، په صحرا کې اوسېده،‌ همدا وو چې عبدالله د خپل ماشومتوب ډېر وخت د صحرايي ژوند په دودیز کوچيانه چاپېریال کې تېر کړی.‌

دغه شهزاده په یوه سخت دریځه کورنۍ کې ستر شو . دیني علوم او ژبه یې په شاهي چاپېریال کې له علماوو زده کړل.

پاچا عبدالله له امریکا او لوېديځ سره ښه اړیکي پالل

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، پاچا عبدالله له امریکا او لوېديځ سره ښه اړیکي پالل

عبدالله په ۱۹۶۲ کال د ملي ګارد قومندان وټاکل شو.‌ نوموړي ملي ګارد ته عصري وسلې ورکړې او سم یې په وسلو سمبال کړل.

د ۱۹۷۵ کال په مارچ کې د پاچا فیصل له وژل کېدو وروسته،‌ هم پرخپله دنده پاتې شو،‌ خو د لومړي وزیر د دویم مرستیال وړاندیز ورته وشو.‌

پاچا عبدالله د پاچا خالد تر مړینې وروسته ولیعهد وټاکل شو،
د عکس تشریح، پاچا عبدالله د پاچا خالد تر مړینې وروسته ولیعهد وټاکل شو،

نوموړي په دې دوره کې د عربانو د نژدېوالي هڅې او ملاتړ کاوه.‌

منځنی ختیځ

پاچا عبدالله د پاچا خالد تر مړینې وروسته ولیعهد وټاکل شو، خو په ۱۹۸۲ کال پاچا فهد ترې مخکې شو.‌ پاچا فهد خپل ورور پاچا عبدالله د لومړي وزیر د لومړي مرستیال په توګه وټاکه.

پاچا عبدالله په منځني ختيځ کې تاوتریخوالی غندلی چې په وینا یې ''موږ هغه ترهګري غندو چې ټیکاو په ناامنیو بدلوي.''

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، PA

پاچا عبدالله په ۱۹۹۱ کال د عراق د جګړې پرمهال په سعودي عربستان کې د امریکايي ځواکونو د ځای پرځای کېدو له مفکورې سره مخالف و،‌ خو دده نظر د پاچا فهد له لوري بابیزه وګڼل شو.‌

عبدالله که څه هم له یاسر عرفات سره شخصاً ښه اړیکي نه لرل، خو د فلسطین د قضیې د حل ملاتړی و.

اوسنی واکمن

کله چې په ۱۹۹۵ کال د پاچا فهد بن عبدالعزیز روغتیايي حالت مخ پر ځوړ شو، ولیعهد عبدالله بن عبدالعزیز ته د هېواد د واکمنۍ سپارښتنه وشوه،‌ خو د واک لېږدېدل د ۱۹۹۶ کال تر جنورۍ پورې وځنډول شول.

په ۱۹۹۷ کال پاچا عبدالله د لبنان یوې ورځپاڼې ته ویلي وو‌‌ ''د امریکا ګټو ته موږ پر خپلو ګټو ترجیح نه ورکو،‌ زموږ د عربو او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ګټې دي.''

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې له پېښو وروسته،‌ پاچا عبدالله د سعودي عربستان د دولت جوړېدو کلني مراسم ورو ورو کم کړل،‌ ځکه چې ګومان کېده هغه مهال د امریکا د احساساتو درناوی کوي.‌

عبدالله بن عبدالعزیز په رسمي توګه د ۲۰۰۵ په اګست کې د پاچا فهد له مړینې وروسته د سعودي پاچا شو.‌

له هغه وروسته که څه هم دی ډېر ورو روان و، خو سعودیانو په کور د ننه یو ښه اصلاحات راوستونکی باله. همداشان نوموړي په ادارو کې ګڼ‌شمېر ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړه.‌

خو کله چې د ښځو پر موټر چلولو بندیز ولګول شو، سعودي چارواکي له بلې ستونزې سره مخامخ شول او آن ځینې ښځینه فعالانې یې بندیانې کړې.

پاچا سلمان څوک دی؟

پاچا سلمان د سعودي د پخواني پاچا فهد بن عبدالعزیز سکه ورور او د مخکیني پاچا عبدالله ناسکه ورور دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاچا سلمان د سعودي د پخواني پاچا فهد بن عبدالعزیز سکه ورور او د مخکیني پاچا عبدالله ناسکه ورور دی

په سعودي عربستان کې د پاچا سلمان بن عبدالعزیز د بیعت اعلان وشو،‌ او د عبدالله بن عبدالعزیز پرځای د سعودي پاچا وټاکل شو.

نوی پاچا سلمان په سعودي عربستان کې د پاچا عبدالعزیز آل سعود په لاس د جوړ شوي حکومت اووم پاچا دی.‌

پاچا سلمان په ۱۹۳۹ کې زیږېدلی،‌ چې د پاچا عبدالعزیز په نارینه زامنو کې یې ترتیب ۲۵ دی،‌ چې د واکمنۍ شاهي کورنۍ غړی او د پټو رازونو ساتونکی او د څو کلونو لپاره یې د خصوصي ناستو عیني شاهد و.‌

نوموړی د یوشمېر مخکینیو پاچاهانو سلاکار هم پاتې شوی.

پاچا سلمان د سعودي د پخواني پاچا فهد بن عبدالعزیز سکه ورور او د مخکیني پاچا عبدالله ناسکه ورور دی، چې د پاچا عبدالعزیز د زامنو په (اوو سدیري) زامنو کې راځي؛ ‌ځکه چې دوی ټول یې د حصه بنت احمد السدیري په نامه له ښځې پیدا شوي.

سلمان د نژدې پنځو لسیزو لپاره د ریاض امیر پاتې شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سلمان د نژدې پنځو لسیزو لپاره د ریاض امیر پاتې شوی

نوموړي په ۱۹۵۴ کال سیاسي ډګر ته مخه کړه او په لومړي ځل د خپل ورور شهزاده نایف بن عبدالعزیز پرخای د ریاض سیمې مرستیال امیر وټاکل شو، بیا په ۱۹۵۵ کال ددغې سیمې امیر وټاکل شو،‌ چې په همدې څوکۍ تر ۱۹۶۰ کال پورې پاتې شو.

نوموړي که څه هم د ریاض له امارت نه استعفا وکړه، خو په ۱۹۶۳ کال بېرته د پاچا سعود بن عبدالعزیز له خوا پر همدې منصب وګومارل شو.

سلمان د نژدې پنځو لسیزو لپاره د ریاض سیمې امیر و.

د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې، پاچا عبدالله د یوه شاهي فرمان له مخې د سلطان بن عبدالعزیز تر مړینې وروسته سلمان ددفاع وزیر وټاکه.‌

د ۲۰۱۲ کال د جولای پر ۱۸،‌ سلمان د خپل ورور شهزاده نایف بن عبدالعزیز تر مړینې وروسته ولیعهد شو،‌ چې ترڅنګ یې د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر هم و.‌

سلمان د ولیعهد سربېره د لومړي وزیر د مرستیال او د کورنیو چارو د وزیر څوکۍ هم اشغال کړې وې.‌

سلمان د نژدې پنځو لسیزو لپاره د ریاض سیمې امیر و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سلمان د نژدې پنځو لسیزو لپاره د ریاض سیمې امیر و.

په سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ او سعودي نظام د بنسټګر عبدالعزیز آل سعود د لمسیانو او بچیانو په ګډون د بیعت هیات د پاچا او ولیعهد د بیعت اجرآت مخته وړي.‌

پاچا سلمان د ریاض شهزاده ګانو په یوه ښوونځي کې ابتدايي زده کړې کړي دي،‌ دیني علوم یې لوستي او په لس کلنۍ کې یې قرآن کریم ختم کړی دی.

رپوټونه وايي پاچا سلمان په ۲۰۱۰ کال په امریکا کې د ملا د تیر عملیات هم کړي دي.‌