سعودي په عام محضر کې له یوې ښځې سر غوڅ کړی

د عکس سرچینه، AP
فعالان وايي، سعودي عربستان په مکې ښار کې له یوې ښځې سر غوڅ کړی دی.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت دغه ښځه په جنسي ځورونې او د خپلې بنې د ۷ کلنې لور په وژلو تورنه کړې وه.
د هغې دا کارونه جرم ګڼل شوی دی.
عربي رسنیو لیکليو لیلا بنت عبدالمطلب باسم د برما ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د چارواکو له لوري یې سر غوڅ شو.
له نوموړې نه په تورې په داسې مهال سر غوڅ شو، چې د مکې په یوه واټ کې یې خلکو نندارې کولې او څلور پولیسان ترې چارچاپېره ولاړ وو.
د بشري حقونو فعالانو ددغې ښځې وژل تایید کړي دي.
په یوټیوب وېبپاڼه کې داسې یوه وېډیو خپره شوې ده، چې ددغېښځې د سر غوڅول پکې لیدل کېږي، خو وروسته ویډیو له سایټ نه لیرې شوې ده.
د بشري حقونو فعالان وايي، سعودي عربستان د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو دوو اونیو کې ددغې ښځې په ګډون ۹ کسان اعدام کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی.
ددغه بنسټ په وینا، د بشريحقونو په برخه کې سعودي عربستان نه یوازې دوی ژمنه شوي اصلاحات رانه وستل، بلکې د سرکوبولو لړۍ لاپسې تېزه شوې ده.








