د نړۍ ۴۰ مشران پاریس کې د لاریون لپاره راټول شوي

د عکس سرچینه، EPA
د فرانسې په لر او بر کې کابو یو میلیون کسانو له هغو درې ورځنیو خونړیو پېښو وروسته په خاموشو لاریونونو کې ګډون کړی، چې د دریو بریدګرو په ګډون شل کسان پکې ووژل شول.
تر ټولو لوی لاریون په تولوز کې وشو، چې اتیا زرو کسانو پکې برخه واخېسته.
د پاریس په جمهوریت څلورلارې کې خلکو د چارشنبې په ورځ د چارلي ایبدو مجلې د وژل شویو کارکوونکو د نمانځنې او د دغه برید د غندنې په توګه قلمونه کېښودل.
ټاکل شوې چې نن په پاریس کې د یووالي په نامه یو لوی لاریون تر سره شي.
د دغه لاریون د امنیت لپاره په پلازمېنې کې سلګونه اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازنوف ویلي، چې د دغه لاریون لپاره په ټول پاریس کې کوټلي امنیتي ګامونه پورته شوي دي.
ټاکل شوې چې د اروپايي هېوادونو پر ګڼو مشرانو سربېره د فلسطین د ولسمشر محمود عباس او د اسرایلو د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په ګډون تر څلوېښتو هېوادونو زیات مشران په دغه لاریون کې ګډون وکړي.
د اردن پاچا او ملکې او د تونیس لومړي وزیر هم ویلي، چې په دغو مراسمو کې به ګډون وکړي.
بل خوا د هغه بریدګر د کورنۍ غړو په فرانسې کې وروستي تر سره شوي بریدونه غندلي، چې د جمعې په ورځ یې د پاریس په یوې یهودي مغازې کې یو شمېر کسان یرغمل کړل.
د امیدي کاولیبالي په نامه د دغه بریدګر مور او خویندو د فرانسې خبري اژانس ته په استول شوې ویناپاڼه کې په دغو بریدونو کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
دوی ټینګار کړی چې د سخت دریځو اسلامپالو د نظریو پلوي نه کوي او هیله یې څرګنده کړې، چې د فرانسې خلک به د دوی په وینا د دغو کرکجنو کړنو او د اسلام د لارښوونو تر منځ توپیر وکړي.
کاولیبالي د جمعې په ورځ په یادې شوې مغازې کې څلور یرغمل شوي کسان ووژل، چې وروسته پولیس ورننوتل او دی یې په ډزو وواژه.
د دې مغازې یوه ځوان کارګر، چې اصلا د مالي اوسېدونکی دی، د برید پر مهال اووه تنه په یوه ساړه ګودام کې پټ کړي وو، چې د دوی د ژوند د ژغورلو له کبله د فرانسویانو لخوا ستایل شوی دی.
ترکیه کې بیا چارواکي وايي، داسې ښکاري چې د هغه بریدګر ملګرې څه باندې یوه اونۍ وړاندې د ترکیې استانبول ښار ته تللې، چې د جمعې په ورځ یې د پاریس په یوې یهودي مغازې کې یو شمېر کسان یرغمل ونیول او وروسته د پولیسو لخوا ووژل شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
چارواکي وايي، د حیات بومدین په نامه دغه ښځه چې انځور یې په رسنیو کې په پراخ ډول خپور شوی، ښايي د پاریس له بریدونو وړاندې ترکیې ته تللې ده.
فکر کېږي، چې دغه ښځه د ترکیې له لارې سوریې ته اوښتې ده.
تر دې وړاندې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ښايي دا ښځه د پنجشنبې په ورځ په فرانسې کې د یوې پولیسې په وژنه کې ښکېله وي.
له بله پلوه فرانسوي پولیس وايي، د هغو دوو ورونو د کورنۍ پینځه غړي یې بېرته خوشې کړي، چې د چارشنبې په ورځ د شارلي ایبدو په نامه طنزي مجلې پر دفتر باندې د تر سره شوي برید شک پرې کېږي.








