فرانسې پاریس کې له بریدونو وروسته امنیت ټینګ کړی

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې له بریدونو وروسته، چې درې ورځې یې دوام وموند او ۱۷ کسان په کې ووژل شول، ۵۰۰ اضافي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزینیوف ویلي د هېواد خوندي کولو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.
فرانسه کې پولیس د دریو بریدګرو چې پولیسو د دوو یرغمل پېښو په پایله کې ووژل، د همکارانو په لټه کې دي.
ښاغلي کزینیوف وویل نږدې ۷۰۰ زره کسانو د فرانسې په بېلا بېلو سیمو کې د بریدونو د قربانیانو په یاد کې لاریون وکړ.
نوموړي زیاته کړه فرانسه به "تر راتلونکو څو اوونیو پورې" د لوړې درجې د خبردارۍ په حالت کې وي.
هغه د یکشنبې پر ورځ د یوه ستر اتحاد لاریون د خوندیتوب لپاره "د ځانګړو ګامونو" ژمنه وکړه چې څه دپاسه ۵۵۰۰ پولیس او پوځي چارواکي په کې شامل دي.
ټاکل شوې په دې لاریون کې د بریتانیې لومړی وزیر ډېوېد کامرون، د المان لومړۍ وزیره انګیلا مرکل، د ترکیې لومړی وزیر احمد دوتګلو، د اسپانیې لومړی وزیر ماریانو رجوی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ګډون وکړي.
لومړي وزیر منیول والز وویل: "د یکشنبې پر ورځ به د فرانسې خلک ازادۍ سره د مینې چیغې وهي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه زیاته کړه فرانسه به "د ازادۍ د دښمنانو پر وړاندې کلک ولاړ وي او ستړې کېږي به نه" او له خلکو یې وغوښتل چې "خپلو مسولیتونو ته پام وکړي".
"دردېدلې" کورنۍ
د پاریس، اورلینز، نایس، پاو، تولوز او ننټیس په ښارونو کې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو د قربانیانو په یاد خاموشه لاریونونه ترسره شول.
د یوه پولیس افسر احمد میرابیت چې د چارشنبې ورځې په برید کې ووژل شو، کورنۍ د شنبې پر ورځ له احساساتو ډک خبري کنفرانس درلود.
د ښاغلی میرابیت ورور ملک میرابیت وویل چې دی "مسلمان و او د پولیسو په دنده او د فرانسې پر دفاع یې ویاړ کاوه".
نوموړي زیاته کړه چې ټوله کورنۍ یې "د دغو وحشیانه کړنو له امله دردېدلې او د ټولو قربانیانو د کورنیو سره په غم کې شریکه ده".
دغې کورنۍ وویل د قربانیانو په یاد کې د خلکو په راغونډېدو "ویاړي"، دا ښيي چې فرانسه متحده ده.








