پنتاګون: عراق او سوریه کې پر 'داعش' ۳۲۲۲ بریدونه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، له تېر اګست میاشتې راهیسې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد جوړ شوي ایتلاف په سوریه او عراق کې ددغې ډلې پرضد ۳۲۲۲ بریدونه کړي دي.
پنتاګون وايي، په دغو بریدونو کې د ''اسلامي دولت'' ۵۸ ټانکونه، ۱۸۴ زغره وال موټر، ۶۷۳ جنګي ځایونه او ۹۸۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د پنتاګون ویاند جګړن سټیف وارن ویلي، دقیق نه شي ویلی، چې په دغو بریدونو کې څومره هدفونه په نښه شوي، څومره ویجاړ شوي دي ''خو ډاډه یم چې د ویجاړۍ کچه لوړه وه، زموږ بریدونه ډېر دقیق وو.''
پر ''اسلامي دولت'' د امریکا د بریدونو راپور ایله یوه ورځ وروسته تر هغه خپور شوی، چې امریکايي چارواکو ویلي، په عراق او سوریه کې د دوی په بریدونو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه رپوټونه ارزوي.
ځینې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په بمباریو کې د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو پرتله ډېر ولسي وګړي په نښه شوي دي.
خو وارن وايي ''امریکايي او ایتلافي ځواکونو ۳۲۲۲ هدفونه په نښه کړي او بمبارۍ یې ورباندې کړې دي''، خو نوموړي ''اسلامي دولت'' ته د اوښتي زیان کچه ونه ښوده.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AFP
دی زیاتوي: ''نه غواړم چې زموږ دښمنان پر هغه څه خبر شي، چې موږ یې په اړه خبر یو؛ له همدې کبله د هغو ټانکونو شمېر نه شو ښودلی، چې د ''اسلامي دولت'' په واک کې دي، نه هم د دوی د زغره والو موټرو شمېر په ډاګه کولی شو.''
د ویلو ده چې عراق کې د ''اسلامي دولت'' پرضد هوايي بریدونو کې استرالیا، بلجیم، بریتانیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسه او هالنډ برخه لري، خو په سوریه کې ددغې ډلې پرضد''د بریدونو او بمباریو کې بیا بحرین، اردن، سعودي عربستان او متحده عربي امارات ګډون لري.
په هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت'' ټانکونه، زغره وال موټر او د تلاشۍ هغه پوستې شاملې دي، چې د اسلامي دولت تر قلمرو لاندې پکې ددغې ډلې جنګیالي فعال دي.
د ''اسلامي دولت'' زېرمتونونه، استوګنځایونه او د تېلو زېرمې هم د ایتلافي ځواکونو له بمباریو خوندي نه دي. ''اسلامي دولت'' دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

د عکس سرچینه، AFP


د عکس سرچینه، AP








