فعالان: کوباني کې د "داعش" ۴۱ غړي وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
سوري فعالان ویلي، په کوباني (عین العرب) ښار کې ددفاع پرمهال له کردي ځواکونو سره د "اسلامي دولت" یوڅلویښت جنګیالي وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو فعالانو، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، ویلي، په دې جګړه کې اوه کردي جنګیالي هم وژل شوي، او ګڼ نور ټپیان دي.
سرچینه وايي، دا جګړه د "اسلامي دولت" پر وړاندې د ایتلافي بمباریو سره هم مهاله شوې دي.
ایتلافي ځواکونو له ترکیې سره پر پوله د سوریې په سرحدي سیمو کې د "اسلامي دولت" پر ځینو ځایونو بریدونه کړي.
وړاندې، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو، کردي پیشمرګه ځواکونو د کوباني په دفاع کې له "اسلامي دولت" نه د کوباني ښار ۸۰ سلنه دفاعي سیمې بېرته نیولې دي.
کردانو وکړای شو، چې د پیشمرګه ځواکونو په ملګرتیا د پولیسو یو لوی مرکز هم بېرته ونیسي.
اسلامي دولت په ټېر سپتمبر کې پر کوباني بریدونه ډېر کړل، او زیاتره برخې یې ونیولې.
خو کردي جنګیاليو له هماغه وخت راهیسې د کوباني د بېرته نیولو عملیات سخت کړي وو.








