کردانو د کوباني ۸۰٪ برخه بېرته ونیوه

کردي جنګیالیو له هماغه وخت راهیسې ددغه ښار د نیولو هوډ کړی و، چې د امریکا په همکارۍ او ملاتړ یې د ښار د بشپړ سقوط د مخې نیولو هلې ځلې کولې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، کردي جنګیالیو له هماغه وخت راهیسې ددغه ښار د نیولو هوډ کړی و، چې د امریکا په همکارۍ او ملاتړ یې د ښار د بشپړ سقوط د مخې نیولو هلې ځلې کولې

د سوریې فعالانو ویلي، د دغه ښار په شمال کې د کوباني 'عین العرب' ښار شاوخوا ۸۰ سلنه برخه بېرته کردي جنګیالیو د اسلامي دولت له جنګیالیو نه نیولې ده.

کردانو وکړای شو چې د عراقي پیشمرګه ځواکونو په ملګرتیا د کوباني د پولیسو د مرکز په ګډون مهمې امنیتي سیمې او مرکزونه بېرته ونیسي.

د سوریې د بشري حقونو فعالانو ویلي، د اسلامي دولت جنګیالیو په تېر سپتمبر کې د کوباني په ښار کې ډېر پرمختګ وکړ چې بالاخره تر اوږدې جګړې وروسته یې ددغه ښار ډېری برخې ونیولې.

خو کردي جنګیالیو له هماغه وخت راهیسې ددغه ښار د نیولو هوډ کړی و، چې د امریکا په همکارۍ او ملاتړ یې د ښار د بشپړ سقوط د مخې نیولو هلې ځلې کولې.

د سوریې د بشري حقونو ډله وايي، کردي جنګیالیو (چې د ولس د ملاتړ کنډک) په نوم یادېږي، د تېرې یکشنبې پر شپه له وسله والو سره تر سختې جګړې وروسته د کوباني امنیتي سیمې بېرته ونیولې.

د عین العرب 'کوباني' یوه چارواکي ادریس ناسان د ښار د بېرته نیولو خبر تایید کړی، چې په وینا یې اسلامي دولت لاهم د کوباني پر ختیځو کلیو (مقتله، کاني او کوردان) کې واکمنه ده.

نوموړی وايي:"هیله مو دا ده چې په څو ورځو کې دغه ښار په بشپړه توګه له اسلامي دولت نه بېرته ونیسو."

اټکل دی چې سلګونه کسان په دغو جګړو کې وژل شوي ووي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اټکل دی چې سلګونه کسان په دغو جګړو کې وژل شوي ووي

د امریکا په مشرۍ جوړ شوي ایتلاف ویلي، د تېرې یکشنبې په ورځ یې پر کوباني اته ځلې بمباري وکړه، او د اسلامي دولت اړوند ۱۱ مرکزونه یې ویجاړ کړل.

پر کوباني د اسلامي دولت د جنیګالیو تر واکمنېدا وروسته د سیمې زرګونه وګړي د سوریې پولې ته څېرمه سیمو ته وتښتېدل.

اټکل دی چې سلګونه کسان په دغو جګړو کې وژل شوي ووي.

اسلامي دولت د سوریې او عراق پراخې سیمې په واک کې لري.