جرمني کې د اسلام پر سر سيالو ډلو لاريونونه کړي

د عکس سرچینه، AP
د جرمني په بېلا بېلو ښارونو کې، په اروپا کې د اسلام د اغیز پر ضد 'پیګیډا' نومې ټولنې او د دغې ټولنې مخالفینو لاریونونه کړي دي.
دغه لاریون د اسلام مخالفې، پیټریاټیک یورپینز اګینسټ اسلامایزاسیون 'پیګیډا' نومي ډلې کړی< چې له اکتوبر میاشتې را هیسې هره اونۍ دغه ډول لاریونونه تر سره کوي.
د جرمني دریزدن کې د کډوالۍ او اسلام د اغېز پر ضد احتجاجونو کې تر اوسه اتلس زره کسان یو ځای شوي، چې دا تاریخ کې دغه ډول غونډو کې د ګډونوالو تر ټولو لوی شمېر بلل کېږي.
د مظاهرو ضد حرکت هم د 'پیګیډا' خوځښت پر ګډونوالو د توکمپالنې او نه زغم ته ودې ورکولو تورونو سره لیدل کېږي.
د پیګیدا یوه غړې کیتهراین ویرتیل بیا وايي، حکومت څرګنده پالیسي نه لري:"زه فکر کوم موږ په جرمني کې یو ځلې بیا د سیاسي جبر شاهدان یو. او تاسې به څنګه انګیرئ؟ چې موږ جرمني کې د پناه اخیستنې او کډوالۍ پر اوسني قانون نیوکې کوو، نو سپکیږو، توکمپال او نازیان بلل کېږو."
په برلن، کولون او سټټګرټ کې هم لاریونونه پیل شوي دي.
د برلن پولیسو په وینا، برلن کې ۵۰۰۰ کسان د دغې 'پيګیدا' ټولنې خلاف را وتلي او په لاریون یې لاس پورې کړی دی.
په سټټګرټ او نورو ښارونو کې شاوخوا ۲۲ زره کسانو د اسلام مخالفې پيګېډا ټولنې خلاف را وتلي او لاریون یې پیل کړی دی.
پیګېډا ټولنه ادعا کوي، چې پر جرمني مسلمانانو او کډوالو ولکه ټینګه کړې.

د عکس سرچینه، na
پيګیډا دا ډول غونډې او لاریونونه له اکتوبر میاشتې راهیسې پيل کړي وو او د ډریسډن لاریون یې لسم لاریون دی چې تر ټولو لوی لاریون ګڼل کېږي.
سږ کال د اروپا د نورو هېوادونو پرتله جرمني ته ډېر کډوال ورغلي، چې ډېری یې د سوریې کډوال دي.
په ۲۰۱۴ کال کې دوه لکه کسانو جرمني کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه وړاندې کړل، خو په ۲۰۱۳ کال کې دا شمېر یو لک او ۲۷ زره کسانو ته رسېده.








