اېبولا جرمني کې د ملګرو ملتونو یو کارکونکی وژلی

روغتیایي چارواکي د اېبولا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي.
د عکس تشریح، روغتیایي چارواکي د اېبولا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو یو کارکونکی چې د اېبولا پر ناروغۍ اخته و، د جرمني په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

تر اوسه پورې د ناروغ پېژندنه نه ده شوې خو د ای ایف پي خبري اژانس د ځايي سرچینو له خولې ویلي چې دی سوډانی دی.

د لیپزګ سیمې د سینټ جورج نومې د روغتون ډاکټرانو ویلي چې دغه ۵۶ کلن سړی د سې شنبې سهار وختي مهال ومړ.

دغه سړي په لایبریا، چې د اېبولا د ویروس له کبله سخت اغېزمن شوی، کې د ملګرو ملتونو د روغتیا چارواکي په توګه کار کاوه چې پر اېبولا اخته شو.

دی تېره پنجشنبه جرمني ته د درملنې لپاره تللی و.

د سینټ جورج روغتون له خوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې راغلي:

د ملګرو ملتونو د دغه ناروغ درملنه د جرمني د سینټ جورج نومې په روغتون کې کېده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د دغه ناروغ درملنه د جرمني د سینټ جورج نومې په روغتون کې کېده.

"د روغتیايي ټیم له سختو هڅو سربېره د ملګرو ملتونو دغه کارکونکي د اېبولا د ساري ناروغۍ تاب را نه وړ".

د (ډر سپېګل) ورځپاڼه راپور ورکوي چې دی د اېبولا د وژونکي ویروس درېیم ناروغ و چې په جرمني کې یې درملنه کېده.

دویم ناروغ لا تر اوسه هم د فرنکفورت په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

درېیم بیا د همبورګ په یوه روغتون کې له پنځو اوونیو درملنې وروسته رخصت کړای شو.

د اېبولا ویروس د مارچ میاشتې راهیسې له ۴،۰۰۰ ډېر کسان وژلي چې د مړینو اکثره پېښې په لایبریا، سیرالیون، ګیني او نایجیریا هېوادونو کې را منځ ته شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېبولا ناروغي "په وروستیو کلونو کې د روغتیا تر ټولو سخت بېړنی حالت بللی".

امریکا او بریتانیا د هغو هېوادونو له جملې څخه دي چې په هوايي ډګرونو کې یې د مساپرو لپاره د اېبولا ناروغۍ د معاینې ترتیبات نیولي دي.