هوايي ډګرونو کې د شکمنو ناروغانو څارنه به د ایبولا مخه ونیسي؟

د عکس سرچینه، BBC World Service

    • Author, سمیتا مونداساد - د بي بي سي روغتیايي چارو خبریاله
    • دنده, ژباړه: لطف الله لطیف - لندن

د بریتاینا حکومت د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي په خاطر، په خپلو هوايي ډګرونو او بندرونو کې هغه مساپر له روغتیايي پلوه څاري چې له سېرالیون، لاېبیریا او ګینیا څخه بریتانیا ته ورځي.

چارواکي وايي له دغو مساپرو نه به یولړ پوښتنې کیږي او که لازمه وي طبي معاینه به يې هم کېږي.

د امریکا متحده ایالتونه هم په خپلو پنځو سترو هوايي ډګرونو کې ورتلونکي مساپر په همدې ډول څاري.

له سېرالیون، ګیني او لایبیریا څخه برتانیا ته ور رسېدونکي مساپر له روغتیايي پلوه څارل کېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، له سېرالیون، ګیني او لایبیریا څخه برتانیا ته ور رسېدونکي مساپر له روغتیايي پلوه څارل کېږي

روغتیايي څارنه څه ده؟

د روغتیايي څارنې په بهیر کې د خلکو د بدن تودوخې درجه کتل کېږي چې تبه لري که نه.

تبه د ایبولا یوه اصلي نښه ده، خو په ډیرو نورو ساري ناروغیو کې هم تبه موجوده وي.

د روغتیايي څارنې د بهیر په ترڅ کې له خلکو یولړ پوښتنې کېږي:

  • د کومو هېوادونو له لارې مو سفر کړی او نورو کومو هېوادونو ته د تلو پلان لرئ؟
  • آیا له داسې کوم کس سره نژدې شوي یاست چې په دې وروستیو کې ناروغه و؟
  • آیا داسې کس سره نژدې شوي یاست چې د ایبولا د ناروغ پرستاري يې کړې وي یا په خپله پکې د ایبولا ناروغي تایید شوې وي؟
  • آیا تبه یا د سردرد لرئ؟آیا کانګه مو درلوده یا په عمومي توګه مو د ناروغۍ احساس درلوده؟
  • آیا تاسو په روغتیايي کارونو بوخت یاست؟

چارواکي وايي ځینې خلک کېدای شي د روغتیايي کارکوونکو له خوا تر ځانګړو معاینو لاندې ونیول شي.

مساپرو ته یولړ مشورې هم ورکول کېږي چې که وروسته ناروغه شي څه باید وکړي.

څه ډول معاینې کېږي؟

روغتیايي مامورین وايي د هوا له لارې د سفر په ترڅ کې د ایبولا د سرایت خطر کم دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، روغتیايي مامورین وايي د هوا له لارې د سفر په ترڅ کې د ایبولا د سرایت خطر کم دی

د روغتیا نړیوال سازمان توصیه کوي هغه مساپر چې پر ایبولا اخته هېوادونو څخه بهر ته ځي باید له روغتیايي پلوه وڅارل شي.

آیا د وینې داسې کومه ګړندۍ معاینه شته چې د انسان په بدن کې د ایبولا ویروس شته والی ثابت کړي؟

د ایبولا ناروغي، د ایبولا په ویروس ککړو وینو، کانګې او غټو میتیازو سره د نژدې تماس له لارې خپرېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ایبولا ناروغي، د ایبولا په ویروس ککړو وینو، کانګې او غټو میتیازو سره د نژدې تماس له لارې خپرېږي

د وینې معاینه د ویروس په پېژندلو کې مرسته کوي، خو معاینه باید په لابراتوارونو کې وشي او نتیجه ترلاسه کول يې څو ساعته وخت غواړي.

په هوايي ډګرونو کې اوس دغسې لابراتوارونه نه شته.

بدن ته د ایبولا ویروس د ننوتلو او د ناروغۍ د نښو نښانو ترپیدا کېدو پورې کیدای شي له ۲ نه نیولې تر۲۱ ورځو پورې تېرې شي.

آیا د بریتانیا په هوايي ډګرونو کې به د مساپرو روغتیايي څارنه نتیجه ورکړي؟

په بریتانیا او امریکا کې څیړونکي د ایبولا پرضد د واکسین په ازمویلو بوخت دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په بریتانیا او امریکا کې څیړونکي د ایبولا پرضد د واکسین په ازمویلو بوخت دي

ځینې روغتیايي کارپوهان استدلال کوي چې د شکمنو ناروغانوپه معاینه کولو سره به پر ایبولا ویروس اخته کسان وپېژندل شي او نورو هېوادونو ته به يې د تلو نه مخنیوی وشي.

د الوتکې دننه د ایبولا پر ویروس اخته کېدل څومره آسانه دي؟

تر اوسه پورې د الوتنې په وخت کې د ایبولا پر ویروس د اخته کیدو پېښې نه دي لیدل شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، تر اوسه پورې د الوتنې په وخت کې د ایبولا پر ویروس د اخته کیدو پېښې نه دي لیدل شوې

ترا وسه پورې د الوتنې په وخت کې د ایبولا پر ویروس د اخته کېدو پېښې نه دي لیدل شوي.

ایبولا یوازې هغه وخت خپرېدای شي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کس د بدن د مایعاتو سره نژدې تماس موجود وي.

تر اوسه داسې شواهد نشته چې یوکس دې په الوتکه کې د سفرپه ترڅ کې پر دې ویروس اخته شوی وي.

حتی که په الوتکه کې د ایبولا کوم ناروغ موجود هم وي، نورو کسانو ته یوازې هغه وخت سرایت کولاې شي چې د ناروغ د بدن له مایعاتو سره نژدې تماس کې شي.

ویروس د ناروغ په کانګه، وینه اوغټو میتیازو کې موجود وي.

په الوتکه کې د سرایت خطر ډېرکم دی، مګر دا چې د ناروغ د پرستارۍ چارې مو پرغاړه وي او ورسره په نژدې تماس کې اوسئ.

آیا په اروپا او امریکا کې تر اوسه د روغتیايي څارنې په لړ کې د ایبولا کوم ناروغان موندل شوي؟

ټامس ایریک ډنکن د اکتوبر پر اتمه وفات شو

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ټامس ایریک ډنکن د اکتوبر پر اتمه وفات شو

ټامس ایریک ډنکن، لومړی کس و چې د ایبولا ناروغۍ تشخیص پکې وشو.

هغه وخت په هوايي ډګرونو کې د مساپرو روغتیايي څارنه نه کېده، خو که شوې هم وای ښايي څوک نه وای پوهیدلای، ځکه چې د امریکا خاورې ته ننوتلو نه یوه اونۍ وروسته د هغه په بدن کې د ناروغۍ نښې نښانې پیدا شوې.

په اروپا کې اسپانوی نرس لومړی کس و چې پدې وروستیو کې د ایبولا ناروغۍ پکې تشخیص شوه.

هغه په لایبیریا کې د ناروغانو پرستاري کړې وه. د هوايي ډګر روغتیايي څارنې به ښايي د هغه په بدن کې د ناروغۍ نښې نه وي موندلې.

کېدای شي ویروس يې په لایبیریا کې اخیستی وي، خو اسپانیا ته د بېرته راستنېدو وروسته پکې د ایبولا ناروغۍ پیدا شوه.