روغتیا نړیوال سازمان: ایبولا په چټکۍ سره خپریږي

د عکس سرچینه، AP
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ایبولا ویروسي ناروغۍ د افریقا د دریو هېوادنو په پلازمېنو کې تثبیت شوې او د خپریدو کچه یې هم مخ په ډېریدو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د مشر مرستیال بروس ایلوارډ وايي، په کینیا، لایبریا او سیراليون کې نړیوال غبرګون او په چټکۍ سره خپریدونکې دغه ناروغۍ سره همغږي نه دي.
دغه درې هېوادونه د ایبولا د خپریدو پر وړاندې بیړنۍ نړیوالو مرستو غوښتونکي دي.
د افریقا په لویدیځ کې ایبولا تر دې دمه ۳۸۶۰ کسان وژلي چې ۲۰۰ یې روغتیايي کارکوونکي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان د مشر مرستیال ویلي دي چې د افریقا په لویدیځ کې وضعیت د تېرو ۱۲ ورځو په پرتله ډېر کړکېچن دی.
په هسپانیا کې هم اعلان شوی چې ۷ کسان په دې ګومان چې په دې ناروغۍ به اخته وي تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
هسپانیايۍ نرسه ترزا رومرو لومړنۍ کس وه چې څو ورځې مخکې د لویدیځې افریقا نه بهر د ایبولا په ویروس اخته شوې وه.
ایبولا په امریکا کې هم یو کس وواژه.
د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې له ناروغیو د مخنیوي او درملنې د مرکز مشر توماس فریدن وویل، د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا ناروغۍ خپریدل د ایدز له ناروغۍ را په دې خوا بې مخینې ده.
نوموړي وویل، نړۍ باید په جدیت او چټکۍ سره د ایبولا ویروس پر وړاندې لاس په کار شي تر څو له ،دویم ایډز، سره مخامخ نه شي.
ایبولا د بدن د مایعاتو له لارې له یوه انسانه بل ته لېږدي او د مخنیوي یوازینۍ لاره یې هم په دې ناروغۍ د اخته کس قرنطین کول دي.
ملګرو ملتونو سازمان د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا دولت هوډ لري چې ۷۵۰ پوځیان سیرالیون ته واستوي چې په دغه هېواد کې د ایبولا ناروغۍ د درملنې لپاره یو روغتون جوړ کړي.








