د ايبولا پر وړاندې نړيوال بيړنی حالت اعلان شوی

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتو د روغتيا نړیوال سازمان په لويديځه افريقا کې د اېبولا خپره شوې ناروغي په نړیواله کچه د روغتيا لپاره بېړنۍ اعلان کړې ده.
د روغتيا سازمان چارواکو ويلي د دغه ويروس د زياتېدو له امله احتمالي پايلې ښايي جدي وي.
دغه اعلان په سويس کې د روغتيا برخې پوهانو له يوې بېړنۍ غونډې وروسته وکړ.
سږ کال په لويديځه افريقا کې د ايبولا ناروغۍ له امله لږترلږه ۹۳۰ کسه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتو د روغتيا نړیوال سازمان وايي د دغې ناروغۍ خپرېدل يوه غير عادي پېښه ده.
سازمان وايي که دا ناروغي نورو هېوادونو ته خپرېږي پايلې به يې خورا جدي وي، ځکه دې ويروس کې د ناروغۍ پيدا کولو ډېره وړتيا شته.
دوی په يوه وينا پاڼه کې ويلي: ''په نړیواله کچه د ايبولا د خپرېدو د مخنيوي لپاره په نړیواله کچه د قوي غبرګون ښوولو ته اړتيا ده''.
د ايبولا ويروس د هغه کس له لاړو، اوښکو او خولو نه بل انسان ته لېږدول کېږي چې پرې اخته دی.

د عکس سرچینه، elvis
په لومړي سر کې د زکام په څېر علامې ښکاري او وروسته له سترګو او د غاښونو له اوريو وينه بهېدل پيلېږي.
د بدن دننه د وينې بهېدو له امله د وجود غړي اغېزمن کېږي.
د ايبولا په ويروس د ککړو کسانو کابو ۹۰ سلنه ناروغان مړه شوي دي.
د ايبولا په اړه معلومات
- د دغې ناروغۍ نښو کې تبه، وينه بهېدل او د اعصابو مرکزي نظام له منځه وړل شامل دي.
- په دغه ويروس د اخته کسانو د مړينې کچه ۹۹ سلنې ته رسېدای شي، په داسې حال کې چې اوس دغه اندازه ۵۵ سلنه ده.
- د ناروغۍ نښې د ۲ او ۲۱ ورځو دننه جوتېږي.
- د ايبولا لپاره نه کوم واکسين پیدا کېږي او نه يې هم درملنه کېږي.
- دغه ويروس په طبيعي ډول په ماښام څکالو (پتنګ ته ورته چې ماښام مهال الوزي) کې پیدا کېږي.
بل خوا د لایبریا د اطلاعاتو وزیر بي بي سي ته ویلي د هیواد روغتیايي وضعیت یې د ایبولا وژونکې ناروغۍ له په ډیر بد حالت کې دي.
د دغه هیواد سرتیرو ته دنده ورکړل شوې چې پلازمینې مونروویا ته د هغو کليو د اوسیدونکو مخه ونیسي چې د ایبولا ناروغۍ له امله اغیزمن شوي دي.
دغه راز د لایبریا په ګاونډي هیواد سیرالیون کې ټولې سیمې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه په یو ډول محاصره کې دي.

د عکس سرچینه، Getty
د سیرالین د اطلاعاتو وزیر الفا کانو ویلي دا ډیر مایوسوونکې ده چې تر اوسه یې په هیواد کې د ایبولا ناروغۍ درمل نه دي ویشل شوي.








