افریقا کې د ایبولا ناروغۍ ۶۷۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د طبي چارواکو په وینا د ایبولا نومې ساري ناروغۍ په لوېدیځه افریقا کې تر اوسه ۶۷۰ کسان وژلي دي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي چې د ایبولا ساري ناروغۍ لومړنۍ نښو نښانو کې تبه، سخته کمزوري او د عضلاتو او ستوني درد شاملې دي.
کله چې ناروغي پرمختللې شي نو نورې جدي ستونزې لکه کانګې، نس ناستی او په ځینو کسانو کې د وینې بهېدل هم لیدل شوي دي.
دغه ناروغي انسانو ته د څاریو لکه بیزو، ښاپېرک او غرڅې سره د نږدې اوسیدو له کبله سرایت پیدا کوي.
د انسانانو تر منځ بیا د ایبولا ناروغي د وینې، بدن مایعاتو او ککړ چاپیریال لا لارې خپریږي.
که د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو په جنازه کې احتیاط و نه شي نو ښايي ان له مړيو هم دغه ناروغي خلکو ته خپره شي.
د ایبولا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کال کې په کانګو کې کشف شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تر ډیره دغه ناروغي په مرکزي او لوېدیځه افریقا کې لیدل شوې ده.
په ګینا، لایبریا او سیرالیون کې صحي چارواکي هڅه کوي چې د دغې ناروغۍ د لا خپرېدو مخه ونیسي.
په دې اړه سویډن کې ډاکټر فضل فضلي چې د افغانستان پر روغتیايي حالت څېړنې کوي بي بي سي ته وویل چې افغانستان کې د دغه ناروغۍ د خپریدا یا شته والي خطر ډیر کم دی.
خو ډاکټر فضلي سپارښتنه وکړه چې:
"هغه درې افریقايي هیوادونه ګینا، سرالیون او لایبریا چې دغه ناروغي په کې خپره شوې ده، خلک یې باید افغانستان ته د سفر پر مهال تر روغتیایي پلټنو لاندې ونیول شي چې د دغه ویروس شته والی یا تثبیت یا رد شي".
د ایبولا ناورغۍ نه د لویدیځې افریقا په لرې پرتو اغیزمنو سیمو کې خلک ویره لري او دغه وېره ده چې د دغې ناروغۍ په مخنیوي که نه بلکې خپرېدو کې مرسته کوي.
ځینې خلک په دې باور وو چې په اصل کې دغه ناروغي د دوی سیمو ته طبي کارکوونکو را وړې ده.
یو څو ورځې وړاندې خلکو طبي کارکوونکو ته ان اجازه نه ورکوله چې د دوى کلیو ته راشي.
خو په دې ناروغۍ د ګڼو کسانو د اخته کیدو له کبله ځايي خلک اوس دې ته حاضر شوي چې د طبي کارکوونکو سره همکاري وکړي.








