ورکه شوې اندونیزیایۍ الوتکه د ''سمندر په تل کې ده''

د عکس سرچینه، Reuters

د ورکې شوې اندونیزیایۍ الوتکې د لټون لپاره ددغه هېواد د ژغورنې او پلټنې د ډلې مشر ویلي، شاید الوتکه د سمندر په کوزه برخه کې لوېدلې وي. بل خوا استرالیايي لټوونکو ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د جاوا په اوبو کې دوې ټوټې لیدلې دي، چې شاید د ایرآسیا د ورکې شوې الوتکې به وي.

د اندونیزیا د لټون ډلې او ژغورندویه ټیم مشر بمبانګ سولیستیو ویلي د الوتکې د موندلو لټون روان دی.

بل خوا، د جاکارتا د هوايي ډګر قومندان مارشلا پوترانتو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، دوه داسې ټوټې موندل شوې، چې د الوتکې د لوېدو له ځایه نژدې ۱۱۰۰ کیلومتره لیرې دي.

ښاغلی پوترانتو وايي، ځواکونه د لټون چارې مخته وړي، خو ډاډه نه دي چې دغه ټوټې به د ورکې شوې الوتکې وي که څنګه.

په سنګاپور کې د بي بي سي خبریال شارانجي لیل وايي، رپوټونه وايي، چې د سمندر محلي کښتیو په تېلو دوې ککړې ټوټې موندلې دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP

د اندونیزیا ایرآسیا ورکې شوې الوتکې او ۱۶۲ سپرو لټون بیا پیل شوی، چې د چارواکو په وینا، تر اوسه یې هېڅ څرک نه لګېږي. الوتکه له اندونیزیا نه سنګاپور ته روانه وه. یوه جګپوړي چارواکي ویلي، اټکل دا دی چې الوتکه به په "اوبو کې" ډوبه شوې وي.

د اندونیزیا QZ8501 ډوله الوتکه، چې ملکي الوتنې یې کولې، سنګاپور ته تر پورته کېدا وروسته تري تم شوې ده.

ویل کېږي، چې په الوتکه کې ۱۶۲ مساپر وو، خو ځینو رسنیو بیا د مساپرو شمېر ۱۴۹ کسان ښودلی دی.

د څارنې له څلي سره د یکشنبې پر ګهیځ د الوتکې اړیکه پرې شوې ده.

دغه الوتکه د اندونیزیا له سورابایا ښار نه سنګاپور ته روانه وه.

د عکس سرچینه، Getty

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د سورابایا هوايي ډګر د عمومي مشر تریکورا راهارجو له خولې ویلي، چې په الوتکه کې ۱۶ تي خوري ماشومان هم وو.

چارواکي وايي، په دې ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه کې ۱۵۵کسان سپاره وو، چې ۷ یې د الوتکې عمله وه.

د اندونیزیا رسنیو ویلي، په مساپرو کې ۳ د کوریاګانو یو د سنګاپور، یو بریتانوی او مالیزیایی دي.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویلي، الوتکه د دغه هېواد د 'ایر ایشیا' شرکت وه.

ددغه وزارت یوه چارواکي هادي مصطفی وايي، په جاکارتا کې د څارنې له څلي سره د یکشنبې پر ګهیځ پر ځايي وخت ۶ بجې او ۱۷ دقیقې له الوتکې سره اړیکه پرې شوې ده.

د عکس سرچینه،

سنګاپور کې د مساپرو خپلوان انتظار او په وېره کې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، سنګاپور کې د مساپرو خپلوان انتظار او په وېره کې دي
ویل کېږي چې د سورابایا او سنګاپور ترمنځ د جاوا پر سمندر د الوتنې پرمهال له الوتکې سره اړیکه پرې شوې ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي چې د سورابایا او سنګاپور ترمنځ د جاوا پر سمندر د الوتنې پرمهال له الوتکې سره اړیکه پرې شوې ده

دی زیاتي، چې الوتکه په سم لوري روانه وه او د کومې ستونزې راپور هم نه دی ترې خپور شوی.

کله چې الوتکه د اندونیزیا له سورابایا هوايي ډګره والوته، نژدې ۴۲ دقیقې وروسته تري تم شوه.

د الوتکې شرکت پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي: "اوسمهال له بده مرغه داسې معلومات نه لرو چې الوتکه چېرې ده او د مساپرو وضعیت څه ډول دی، خو تر خپله وسه مو هڅه دا ده چې ژر تر ژره یې څرک ولګوو."

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر بارک اوباما د الوتکې د تري تم کېدو په پېښه خبر شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، هڅه کوي چې په الوتکه کې د بریتانوي مساپر د موجودیت په اړه ځان ډاډه کړي.

د ایر آسیا اجرائيوي مشر توني فیرناندز دی، چې د کوینز پارک رېنجرز Queens Park Rangers په نامه د فوټبال یوه لوبډله هم لري، چې په انګلیسي لوبډله کې لوبېږي.

د عکس سرچینه، REUTERS

کله چې الوتکه د اندونیزا له سورابایا هوايي ډګره والوته، نژدې ۴۲ دقیقې وروسته تري تم شوه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، کله چې الوتکه د اندونیزا له سورابایا هوايي ډګره والوته، نژدې ۴۲ دقیقې وروسته تري تم شوه.