ایران "فیسبوکي فعال" ته ۲۰ کاله بند ټاکلی

د عکس سرچینه،
په ایران کې محکمې یوه "فیسبوکي فعال" مسعود سید طالبي ته له دې کبله ۲۰ کاله بند ټاکلی، چې ګني د ایراني نظام ضد څرګندونې یې پر فیسبوک ځپرې کړې دي.
د ایران امنیتي کسانو تېر کال طالبي له یو شمېر مدني فعالانو سره یوځای "مقدساتو ته د سپکاوي" په تور ونیو، او ۱۵ کاله بند یې ورته وټاکه، خو استیناف محکمې په یوه بېړنۍ غونډه کې د هغه د بند سزا پنځه کاله نوره هم اوږده کړه.
د بشري حقونو د فعالانو په وېبپاڼو کې ویلي، چې طالبي پر مخکني حکم نیوکه کړې او د دغې سزا د کمېدو هیله لري.
په ایران کې د زندانونو د چارو اړوندې یوې وېبپاڼې "هرانا" ویلي، که څه هم طالبي د پنځلسو کلونو بند سزا د کمېدو هیله لرله، خو محکمې په یوه عاجله پرېکړه د هغه د بند سزا پنځه کلونه نوره اوږده کړه.
د ایران امنیتي ځواکونو له درو ښارونو، تهران، شیراز او ساري څخه اته فعالان ونیول، چې په وینا یې په ایران کې یې د فیسبوک له لارې ددغه نظام پرضد څرګندونې کولې.
دوی وايي، د نظام پرضد ددغو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.
دوه ورځې وړاندې، د ایران لوی څارنوالی ابراهیم رئیسي د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنئي له قوله ویلي چې "په انټرنېټ او خواله رسنیو کې دې د نظام ضد څرګندونو له عاملینو سره سخت چلند وشي".
نوموړی وايي "انټرنېټ زموږ د دښمنانو د فعالیت یو لاس خلاصی ډګر دی، چې د ایراني ټولنې د اخلاقي او فساد لپاره زمینه برابروي".
غنچه قوامي
وړاندې، یوه ایران الاصله بریتانوۍ ښځه په دې خاطر د یوه کال په بند محکومه شوې چې هڅه یې کړې وه د نارینه وو د والي بال لوبډلو ترمنځ سیالي له نژدې وګوري.
غنچه قوامي، د جون په میاشت کې د دې لپاره ونیوله شوه چې ګواکې د دولت له خوا د لګول شوي بندیز نه یې سرغړونه کړې وه.

د عکس سرچینه، AP
په تهران کې د آزادي په نامه لوبغالی کې د ایران د واليبال ملي لوبډلې د ایټالیا له لوبډلې سره سیالۍ کوله چې دې یې له نژدې نه د لیدلو هڅه کړې وه او ونیوله شوه.
په ایران کې ښځې نه شي کولای چې د واليبال او فوټبال سیالۍ له نژدې وګوري. چارواکي وايي، دا بندیز یې په دې خاطر لګولی چې ښځې د سیالیو پرمهال د نارینه وو له ناوړه چلن سره مخامخې نه شي.
د ۲۵ کلنې غنچې قوامي، وکیل وايي، چې هغه اوس د دولت پرضد په پروپاګند کولو محکومه شوې او د یو کال بند جزا ورکړل شوې.








