اروپايي ټولنه د ترکیې 'داعش' ضد بشپړه همکاري غواړي

د عکس سرچینه، EPA
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فدریکا موګریني ترکیې ته تللې، چې ددغه هېواد له مشرانو نه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د جګړې په برخه کې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړي.
له آغلې موګریني سره په دې دوه ورځني سفر کې د اروپايي اتحادیې ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي. دوی به له ترکیې وغواړي چې اورپکو ته له خپل قلمرو نه اجازه ورنه کړي چې شخړمنې سیمې ته ننوځي.
د اروپايي اتحادیې یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ترکیه باید بهرني اورپکي په نښه کړي، او د خپل هوايي امنیت د خوندیتابه په اړه ځان ډاډه کړي.
له ترکیې نه د اروپايي اتحادیې لویې غوښتنې دا دي، چې د ''اسلامي دولت'' په څېر د اورپکو ډلو د مالي مرستو سرچینې وچې کړي او له خپلې خاورې د جګړې او شخړې سیمو ته د اورپکو د ورتګ مخه ونیسي.
خو ترکیې وړاندې ویلي وو، چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه پخپله باید د هغو اروپايانو د سفر مخه ونیسي، چې په سیمه کې له ''اسلامي دولت'' سره یوځای کېږي.
د اروپايي اتحادیې ددغه لوړپوړي پلاوي تر سفر ټیک یوه اونۍ مخکې انقرې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سفر کړی و.
اروپا له ترکیې دا هم غواړي، چې د اروپا له خوا پر روسیې لګول شویو بندیزونو ته ژمنه پاتې شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، NA
ترکیه د روسیې سوداګریز متحد دی، چې د اوکراین د کړکېچ له کبله پر روسیې د اروپايي اتحادیې له بندیزونو سره چندان موافقه نه وه.
آغلې موګریني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د سوریې کړکېچ بروکسل کې د اروپايي اتحادیې له مرکز نه د حل لاره نه لری، خو دغه ټولنه باید د کړکېچ په هواري کې خپل رول ولوبوي.
هغې تمه وښوده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سوریې او په سیمه کې د داعش د اغېز کمولو په برخه کې اغېزناکه رول ولري.
دغه سفر ترکیې ته، چې له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو په لټه کې ده، ډېر مهم دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې د مخکنۍ مشرې کاترین اشټون دغه نوې ځای ناستې هوډ لري چې د دغې ټولنې او ترکیې ترمنځ په اړیکو کې بدلون راولي.
د ویلو ده چې زرګونه اروپایان له "اسلامي دولت" او نورو سخت دریځو ډلو سره په سوریه کې یوځای شوي، چې ترکیه یې د ورتګ مهمه لاره ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AP
ترکیه ټینګار لري چې په اروپايي اتحادیه کې غړي هېوادونه باید د سخت دریځو اروپایانو په مخنیوي کې خپلې هڅې دوه برابره کړي، خو وايي اوس ترکیه د سوري کډوالو په کوربه توب کې ډېرې سرښندنې ته اړ شوې ده.








