سوریه: اسرائیلي جنګي الوتکو دمشق بمبار کړی

د عکس سرچینه، Getty
د سوریې حکومت په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي، اسرائیلي الوتکو د سوریې دمشق کې دوه خوندي سیمې بمبار کړې دي.
د ویناپاڼې په حواله، دغه بریدونه د تېرې یکشنبې په ورځ الدیماس او د دمشق نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه شوي دي.
د سوریې پوځ وايي: "دا د اسرائیلو له خوا په سوریه کې د ترهګرۍ په ملاتړ ښکاره تېری دی، چې له ځینو لوېدیځو هېوادونو سره غواړي د ترهګرو ډلو مورال لوړ کړي، چې په سر کې یې "نصرت جبهه" ده، چې په شام کې د القاعدې یوه څانګه ګڼل کېږي، او بله یې د "داعش" ترهګره ډله ده."
اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
رپوټونه وايي، شاید د دغو اسرائیلي بریدونو هدف د الوتکو ضد د پرمختللو روسي توغندیو د زېرمو له منځه وړل وي.
دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي جنګي الوتکې د سوریې په خاوره کې بریدونه کوي.
شنونکي وايي، مخکنیو بریدونو د سوري حکومت د دې مخنیوي لامل شوي، چې د لبنان حزب الله ډله پر پښو ودروي، چې دغه ډله ظاهراً د اسرائیلو سرسخته دښمن دی.
سوریې د مخکنیو بریدونو په غبرګون کې ویلي وو، دوی د غبرګون حق لري، خو په مناسب وخت به خپل غچ واخلي.
د سوریې د تلویزیون له مخې، داسې رپوټونه نه شته چې ګني په دغو بریدونو کې دې څوک وژل شوي او یا ټپیان شوي وي:
"د سوریې دمشق پر دوو خوندي سیمو (الدیماس او د دمشق نړیوال هوايي ډګر) سوریې اسرائیلو بمباري کړې ده.
الدیماس سیمه د دمشق د نړیوال هوايي ډګر د سړک او له لبنان سره پر پوله پرته ده.
په دمشق کې د بي بي سي خبریال عساف عبود وايي، الدیماس سیمه کې د الوتکو د تمرین یو هوايي ډګر هم دی، خو د دمشق هوايي ډګر شاوخوا کې د هوايي ډګر د ملاتړ ډېر کنډکونه پراته دي.
وړاندې داسې رپوټونه هم وو چې ګني اسرائیلو د سوریې د ننه د لبنان حزب الله ډلې ته لېږېدونکې وسلې په نښه کړې دي.
د سوریې پوځ وايي، اسرائیلي پوځ د سوریې پوځ هدفونه د سوریې د آزاد جولان سیمې د بمبارۍ په غچ اخیستو کې هم په نښه کړي دي.
اسرائیلو د جولان تپه د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې ونیوه، چې بیا وروسته په ۱۹۷۳ کال د سوریې له خوا د بېرته نیول کېدو هڅه ناکامه شوه.
له هماغه وخت راهیسې اسرائیل او سوریه د جګړې په حالت کې دي، همدا لامل شو چې سیمې ته د ملګرو ملتونو اړوند ځواکونه واستول شول، چې نژدې ۷۰ کیلومتره سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستله.








