د اولاند پر قزاقستاني انځور د فرانسویانو ملنډې

د عکس سرچینه،
فرانسویانو د ولسمشر فرانسوا اولاند پر هغه انځور ملنډې وهلې او په ټویټر یې مسخره آمیزه پیغامونه خپاره کړي، چې په قزاقستان کې یې له قزاقي ولسمشر نور سلطان نظرباییف سره یې د هغه له خوا ډالۍ شوې خولۍ پکې پر سر کړې ده.
اولاند په دې انځور کې له خپل قزاقي سیال سره د قزاقستان دودیزه خولۍ او چپنه اغوستې ده.
دا انځور د تېرې جمعې پر ورځ ددواړو مشرانو ترمنځ د قزاقي پلازمېنې استانې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د کتنې پرمهال اخیستل شوی.
که څه هم د جمعې پر ورځ دغه انځور د قزاقستان د ولسمشرۍ د دفتر له خوا پر انسټیګرام خپور شوی، خو کله چې د فرانسویانو له خوا ډېرې ملنډې پرې ووهل شوې، د شنبې په ورځ بېرته لیرې کړای شو.
خبري رسنیو ویلي، چې د ایلیزه د ماڼۍ پر دې کار سخت خپګان ښودلی چې په وینا یې "د ایلیزه غوسه وروسته تر هغه ډېره شوه، چې په قزاقي دودیزو کالیو کې د فرانسوا اولاند انځور خپور شو."
د "لوژورنال دو دیمانچ" ورځپاڼې پر وېبپاڼه لیکل شوي: "اولاند له قزاقي سوی سره... هغه انځور چې د ایلیزه غوسه یې پارولې ده."
د "ولسي خوځښت لپاره یووالی" په نامه د ښي اړخي سخت دریځ ګوند فعالانو د فرانسوي ولسمشر د ملنډو لپاره د انځور په خپرېدو سره موقع پیدا کړه، خو ځینو بیا له اولاند نه دفاع کړې ده، چې وايي، د بل کلتور د خلکو کالي اغوستل هېڅ پروا نه کوي.




