د برلین ښار د دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزې مراسم پیل شول

تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي

د جرمني د برلین ښار د دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزې مراسم پیل شول.

دغې پېښې د سړې جګړې پای ته رسېدو کې مرسته وکړه او د دواړو جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه.

دغو یوه ورځنیو مراسمو کې به کنسرتونه تر سره شي، غونډې به وشي، نندارتونه به جوړ شي، د جرمني صدراعظمه اېنګلا مېرکل به کلېسا ته ورشي او د ختیځ جرمني د کمونیست رژیم قربانیانو یادګارونو ته به د ګلونو ګېډۍ کېږدي.

له نوموړې سره به دغو مراسمو کې د پولنډ سوداګرۍ اتحادیې پخوانی مشر لیچ والیسا او د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچوف ملګرتیا وکړي.

د برلین د ښار دیوال په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی و تر څو د جرمني له ختیځ نه د جرمني لوېدیځ ته تګ راتګ بند شي.

په ۱۹۸۹ کال کې د دغه دیوال ړنګول د سړې جګړې پای ته رسېدو یو پیاوړی سمبول ګڼل کېږي.

نژدې دېرش کاله دې ديوال ښار په دوو برخو ويشلي و او د ختيځ کمونست جرمني يې له لوېديځ هغه څخه بيل کړى و.

د جرمني د برلین ښار د دیوال نړېدل د جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه

د عکس سرچینه، v

د عکس تشریح، د جرمني د برلین ښار د دیوال نړېدل د جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه

له دې مخکې د روان کال په اپریل میاشت کې د برلین ښار د دیوال په تړاو یو په زړه پورې رپوټ خپور شوی و چې په کې راغلي: په جرمني اوچک جمهوریت کې څېړونکو یوې ډېرې په زړه پورې خبرې ته پام شوی دی.

تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي.

خو څېړونکي وایي هغه هوسۍ چې د دې پخواني دېوال په شاوخوا سیمه کې ګرځي، اوس له یوې غاړې بلې غاړې ته نه ور اوړي.

کله چې دا دېوال پر ځای ولاړ و، نو اغزن مزي پکې وو او برق پکې پرېښودل شوی و چې څوک پرې وا نه وړي.

که څه هم اوس دا دېوال نشته او لاره پرانیستې ده، خو هغه هوسۍ چې تر سړې جګړې وروسته زېږېدلي، اوس هم له یوې غاړې بلې ته نه ور اوړي.

دغو یوه ورځنیو مراسیمو کې به کنسرتونه تر سره شي

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، دغو یوه ورځنیو مراسیمو کې به کنسرتونه تر سره شي

څېړونکي وايي چې دوی په دې سیمه کې د کابو درې سوه هوسیو حرکت وڅاره.

دوی ته جوته شوه چې چکۍ هوسۍ په خپله خاوره او جرمنۍ هوسۍ په خپله خاوره کې ګرځي.

ساینس پوهان د دې علت هم په ګوته کوي.

دوی وایي چې د هوسۍ او داسې ډېرو ځناورو بچي کله چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي.

ساینس پوهان وایي، د هوسۍ بچي چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي
د عکس تشریح، ساینس پوهان وایي، د هوسۍ بچي چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي

دوی یوازې هغو سیمو ته ورځي چې مور یې ځي.

نو له دې کبله دوی له ځانګړو سیمو سره بلدېږي او بیا چې کله لوی هم شي هماغلته ګرځي.

مطلب دا چې په راتلونکي کې به د دوی بچي هم یوازې په همدغو سیمو کې څري.