اروپايي اتحاديې ياغيانو له لوري ختيځ اوکرايين کې شوې ټاکنې غندلي دي

اروپايي اتحاديې د روسي بيلتون پالو له لوري ختيځ اوکرايين کې شوې ټاکنې " ناقانونه " بللې دي او غندلي يې دي.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو تگلارو مشرې فردريکا موگيرني وويل ټاکنې د سولې په وړاندې يو نوى خنډ دى.
کييف کې مرکزي حکومت هم دا ټاکنې په خپل سر د دنيڅک او لوهانسک په اعلان شويو ولسي جمهوريتونو کې جعلې بللې دي .
د اوکرايين ولسمشر پيترو پوروشينکو وويل، دا ټاکنې د ماشينگڼو او ټانکونو په مورچو کې شوې دي او له لويه سره ناقانونه دي.
روسيې ويلي دي چې دې ټاکنو کې د خلکو ارادې ته درناوى کوي اوپايلې به يې په رسميت وپيژني.
د ټاکنو لومړنۍ نتيجې ښيي چې الکساندر زاخارچينکو به د دنيڅک او ايگور پلوتنيسکي به په لوهانسک کې سيمه ييز مشران شي .
ياغيانو د دانباس په سيمه کې هم ټاکنې کړي دي.
په يوه بله پرمختيا کې ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي دي چې د وسلو ، د توغندي ويشتونکو د د ستگاوو او نورو وسلو او مهماتود ٩٠ لارويو يوکاروان د ياغيانو ترکنترول لاندې سيمې څخه تېر شوى دى.
داوکرايين پوځي سرچينو ويلي دي چې له روسيې څخه پوځيان ختيځ اوکرايين ته اوښتي دي.
او د ياغيانو قوماندانو ويلي دي چې د جنسي تيري د دوو ادعا شويو تورنو محکمه يې کړې ده چې يو يې په مرگ محکوم شوى دى.








