د علي بابا شرکت مشر د چین تر ټولو شتمن سړی دی

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ژباړه: هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د امریکا فوربس مجلې د الکترونیکي توکو د لوی سوداګریز چینايي علي بابا شرکت بنسټګر جاک ما په چین کې تر ټولو شتمن سړی بللی، چې د شتمنۍ کچه یې ۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د دغه چینايي سوداګر شتمني له تېر یوه کال راهیسې دوه برابره شوې ده، ده تېر کال ۷،۱ میلیارد ډالر لرل، خو په تېر سپتمبر کې یې د خرڅلاو او ګټې وټې چارې ډېرې ګړندۍ شوې.
د (وانډا) خدماتي او تفریحي چارو د شرکت اجراییوي مشر وانګ جیالین د شتمنو د لست له سره آن څلورې درجې ته راټیټ شو، ځکه چې هغه ډېر تاوان کړی و.
د فوربس راپور وايي، په چین کې د میلیاردرانو شمېر په تېر ۲۰۱۳ کال کې ۱۶۸، چې اوس ۲۴۲ ته رسېدلی دی.
ښاغلی ما د انګلیسي ژبې پخوانی ښوونکی دی، چې ټیک ۱۵ کاله مخکې یې د (علي بابا) په نامه شرکت جوړ کړ.
د علي بابا شرکت شتمني تر ۲۴۰ میلیاردو ډېره اټکل شوې ده.
جاک ما ته د صنعت په برخه کې د یوه داسې مخکښ په سترګه کتل کېږي، چې د چین الکترونیکي توکو د خرڅلاو په بازارونو کې د همدغه شرکت ۸۰ سلنه توکي پېر او پلور ته وړاندې کېږي.
د (هورون) مجلې د راپور له مخې، چې دفتر یې په چین کې دی، جا ما د روان کال په لومړیو کې په چین کې د ډېرو شتمنو په لست کې راغلی و. دغې مجلې د ښاغلي ما د شتمنۍ کچه تر ۲۵ میلیاردو ډېره اټکل کړې وه.
د انټرنېټي خدمتونو مشهور شرکت (بادیو) چې په (ګوګل چین) شهرت لري، بنسټګر روبین لي،د ۱۴ میلیارد ډالرو په لرلو سره دویم ځای خپل کړی، چې تېر کال یې د شتمنۍ کچه ۱۱ میلیارد ډالر وه.

د عکس سرچینه، Reuters
خو د (تنسینټ) شرکت بنسټګر ما هوا تینګ چې په چین کې د انټرنېټي خدمتونو مشهور شرکت دی، په درېیم نمبر کې راغلی. (تنسینټ) په چین کې د لنډو پیغامونو استولو مور شرکت ګڼل کېږي، چې د (وي چټ) اپلیکیشن پکې ډېر کارول کېږي.
د هواتینګ شخصي شتمني د تېر کال له ۱۰ میلیاردو ډالرو نه ۱۴ میلیاردو ته پورته شوې ده.
هواتینګ په (بوني ما) هم مشهور دی.








