النصرت جبهې د سوریې د ادلب پر ښار برید کړی

بشارالاسد حکومت له هغو ډلو سره په جګړه بوخت دی، چې اوس خپلو کې هم وېشلي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بشارالاسد حکومت له هغو ډلو سره په جګړه بوخت دی، چې اوس خپلو کې هم وېشلي دي

د سوریې حکومت وسله والې مخالفې ډلې، النصرت جبهې او نورو حکومت مخالفو ډلو د ادلب پر ښار برید کړی او د لنډ مهال لپاره یې څو دولتي ودانۍ په واک کې نیولې دي.

د نصرت ډلې لسګونه سوریي سرتیري ووژل، خو دولتي ځواکونه وروسته په دې بریالي شول چې مخالفان له ښار نه په شا وتمبوي.

د سوریې دولت په تېرو څو کلونو کورني جګړو کې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د ادلب ښار کنترول په خپل لاس کې ساتلی.

دغه ښار د لنډ مهال لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د مخالفانو لاس ته ولوید.

د سوریې کورنۍ جګړې کې تر دې دمه له ۲۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، په داسې حال کې چې د نړیوالو پام د داعش په تړاو عملیاتو ته ګرځېدلی، د نصرت جبهه او نور پلویان یې د سوریې په شمال لویدیځ او سویل کې پر مخ روان دي.

سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ډله، چې مرکز یې بریتانیا کې دی خپل رپوټ کې لیکي چې د دوشنبې په ورځ پر ادلب ښار برید سهار مهال پیل شو او اورپکو له هرلوري پر ښار بریدونه پیل کړل.

د ادلب سیمې لویه برخه د اورپکو په واک کې ده خو د ادلب ښار د بشار اسد دولت ته وفادارو ځواکونو په لاس کې دی.

د سوریې کورنۍ جګړې کې تر دې دمه له ۲۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې کورنۍ جګړې کې تر دې دمه له ۲۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي

سوریې کې د بشري حقونو څارونکي وايي، د سوریې هوايي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې ۶۰۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي او له هلکوپترو نه یې بېرلي بمونه غورځولي دي، چې ۱۸۰ ولسي وګړي په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

بشارالاسد حکومت له هغو ډلو سره په جګړه بوخت دی، چې اوس خپلو کې هم وېشلي دي.

سخت دریځې ډلې لکه النصرت جبهه، داعش او داسې نورو ډلو سره په جګړه کې کښېوتی دي.