"د لمر وړانګې وزن کمولو کې مرسته کولی شي"

پر موږکانو ترسره شوې یو څېړنه ښیي چې د لمر وړانګې ښايي د وزن په کنترولولو او د دوهم ډول د شکرې ناروغۍ په مخنیوی کې مرسته وکړي.
د بریتانیې او استرالیا ساینس پوهانو موندلې چې د لمر وړانګو کې ساتل شوي موږکانو په پرتلیز ډول لږ خواړه خوري.
خو څېړنه وايي داسې ښکاري چې د لمر وړانګو په پایله کې بدن کې تولیدېدونکې ويټامین ډي په دې چاره کې کوم رول نه درلود.
کارپوهانو ویلي نورو څېړنو ته اړتیا ده چې وموندل شي ایا د لمر وړانګې پر انسانانو هم ورته اغېز لرلی شي.
څېړنیزې ډلې ویلي پایلو سره باید احتیاط وشي ځکه موږکان خپل ډېری فعالیت د شپې له خوا کوي او د لمر وړانګو ته دومره نه څرګندېږي.
د ماورای بنفش په مټ تر درملنې وروسته په موږکانو کې د دوهم ډول د شکرې ناروغۍ د ګواښ کچه هم په پرتلیز ډول ټيټه وه.
ساینس پوهان وايي د ماورای بنفش په مټ درملنه له نایتریک اوکساید سره تړاو لري چې په پوستکي کې د لمر وړانګو ته له څرګندېدو وروسته پیدا کېږي.
د دغه ترکیب لرونکی کریم چې کله د موږکانو په پوستکي وکارول شو نو ورته اغېز یې درلود.
د ايډنبره پوهنتون مشر استاز ډاکټر ریچرډ وېلر وايي:
"موږ د تېرو څېړنو پر بنسټ په دې پوهېږو کوم کسان چې د لمر وړانګو ته ډېر څرګندېږي تر هغو یې عمر اوږد وي چې په سیوري کې ژوند تېروي. دغه وروستۍ څېړنه موږ ته د لمر د ګټو په اړه لا نور مالومات راکوي".
"موږ باید په یاد ولرو چې د پوستکي سرطان د مړینې یوزاینۍ لاره نه ده او ځکه نو زه فکر کوم چې د لمر د وړانګو او د زیانونو په اړه یې باید په خپلو خبرداریو کې انډول وساتو".
استرالیا کې د ټېلیتون په نامه د ماشومانو د روغتون یوه مشره ډاکټره شیلي ګورمن وايي څېړنه ښيي چې د لمر وړانګې د ښې روغتیا یو مهم عنصر دی.
نوموړې وايي: "څېړنه څرګندوي چې د لمر وړانګو ته ځان څرګندول، په کافي اندازه ورزش او صحي خواړه خوړل ښايي د ماشومانو د چاغېدو مخه ونیسي".
د صحي خوړو کارپوه ډاکټر کولین میچي بیا وايي د لمر د وړانګو ګټې لا له وړاندې ټولو ته مالومې وې ځکه نو دا وروستۍ لاسته راوړنې د حیرانتیا وړ نه دي.
خو نوموړی مني چې سره له دې هم څېړنه ډېر ارزښت لري.
دی وايي: "څېړنه له موږ انسانانو ځینې مهمې پوښتې لري لکه ایا د موږکانو په څېر د لمر وړانګې په موږ کې هم ورته اغېز لرلای شي".








