کوباني ته د پیشمرګه تر تلو مخکې درنې چاودنې شوې

د عکس سرچینه، AFP Getty
د سوریې په کوباني ښارګوټي کې د سپکو وسلو او هوايي بمباریو سخت بریدونه روان دي. په دغه ښارګوټي کې کردي جنګیالي د "اسلامي دولت" وسله والې ډلې پر ضد مقاومت کوي.
د امریکا پوځ په کوباني او خوا و شا سیمو کې پر هدفونو شپږ ځلې بریدونه کړي، چې په یوه برید کې د هغو مرستندویه توکیو یو بار هم ویشتل شوی، چې تر دې وړاندې د الوتکو له لارې په سیمه کې غورځول شوی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کوردي جنګیالیو ته د هوا له لارې د وسلو، مرمیو او روغتیايي توکیو د ور غورځولو ګام په سیمه کې د روان کړکېچن حالت د اواري لپاره اړین بللی.
تر دې وړاندې ترکیې ویلي وو، چې د ډموکراتیک یووالي په نامه کوردي ګوند ته به پخپله هم وسلې ور نه کړي او بل چا ته به هم د دې کار اجازه نه ورکوي.
خو ښاغلي کیري وویل، چې دوی د مرستې رسونې په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty
"دغې جګړې په داسې وخت کې زور اخېستی، چې عراقي کوردي جنګیالیو ویلي، اوس چې ترکیې ورته له خپلې خاورې نه سوریې ته د ور اوښتو اجازه ور کړې، د خپلو کوردانو د دفاع لپاره دغه هېواد ته د ورتلو چمتوالی نیسي".
امریکايي پوځ ویلي، الوتکو د کوباني ښار پر ځینو اهدافو او شاوخوا سیمو شپږ ځلې بمبارۍ کړې دي.
پر همدې مهال، کردي جنګیالیو ویلي، چې له ترکي خاورې ته د سوري کردانو د ملاتړ او د "اسلامي دولت" پروړاندې د جګړې لپاره تګ ته تیارسئ ولاړ دي.

د عکس سرچینه، AP
ترکیې مخکې ومنله، چې له خپلې خاورې به کوباني ښار ته هغو عراقي کردي جنګیالیو ته د ورتګ اجازه ورکړي، چې د "اسلامي دولت" پروړاندې جنګېدل غواړي.
وړاندې انقرې ویلي وو، چې کوباني ښار به د سخت دریځو "اسلامي دولت" جنګیالیو لاس لوېدو ته پرېنه ږدي.
د عراق کردستان حکومت ویاند ویلي، کردي ځواکونه تر اوسه د سوریې لوري ته نه دي خوځېدلي.
خو سرچینه وايي، هڅې روانې دي، چې د هوا او ځمکې له لارې کردي ځواکونه کوباني ته ولاړ شي.

د عکس سرچینه، AFP Getty








