عبدالستار ایدهي، لوټمارو مې 'زړه مات کړ'

عبدالستار ایدهي وايي، ویده وو، چې اتو غلو یې پر استوګنځي برید وکړ

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، عبدالستار ایدهي وايي، ویده وو، چې اتو غلو یې پر استوګنځي برید وکړ
    • Author, علیم مقبول، بي بي سي
    • دنده, ژباړه: هدایت الله همیم، بي بي سي

د پاکستان کراچۍ ښار کې وسله والو غلو د پاکستان مشهور خیریه فعال عبدالستار ایدهي له دفتره لکونه روپۍ او ګاڼه غلا کړي دي.

اته وسله وال غله د کراچۍ میټادر سیمه کې د ایدهي دفتر ته ننوتل، ایدهي او د هغه ملګري یې یرغمل کړل او له غلا وروسته وتښتېدل.

د پاکستان د یوې خیریه ټولنې د مشر پر استوګنځي او دفتر په وسلو سمبالو کسانو برید کړی دی.

۸۶ کلن عبدالستار ایدهي بي بي سي ته وویل، په خواږه خوب ویده و، چې په وسلو سمبالو لوټمارو یې کراچۍ کې پر استوګنځي او د خیریه ټولنې پر چلووونکي دفتر برید وکړ.

نوموړی وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ ګهيځ وختي لوټمارو ترې سره زر، سپین زر او د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت توکي او پیسې یووړې.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د اپوزیسیون مشر بیلاول بوټو زرداري دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ښاغلی ایدهي پاکستان کې یو له هغو په ګوتو شمار کسانو څخه دی، چې خلک د خیریه کارونو له کبله درناوی ورته لري، د روغتیايي خدمتونو لپاره یې لوی خیریه روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

د ایدهي بنسټ په وړیا توګه بې وزله کسانو ته روغتیايي درملنه چمتو کوي، له یتیمانو سره مرسته کوي او د استوګنې او زده کړې ځایونه ورته جوړوي.

ګڼو خلکو پر ټولنیزو او د خواله پر رسنیو دغه پېښه غندلې او خپل غږ یې پروته کړی دی، چې د خبریالانو په وینا، دا په کراچۍ کې تر ټولو یو لوی جرم ګڼل کېږي.
د عکس تشریح، ګڼو خلکو پر ټولنیزو او د خواله پر رسنیو دغه پېښه غندلې او خپل غږ یې پروته کړی دی، چې د خبریالانو په وینا، دا په کراچۍ کې تر ټولو یو لوی جرم ګڼل کېږي.

د نوموړي بنسټ خلکو ته وړیا امبولانسونه هم ورکړي او د ډېر عمر او معلولو کسانو لپاره د پالنې ځایونه جوړوي.

عبدالستار ایدهي بي بي سي ته وویل: "تر دې ټولو کارونو وروسته چې ما کړي دي، زما زړه مات شو. هېڅکله مې دا سوچ نه کاوه چې پخپل کور کې به دا ډول تاوتریخوالی او ناروا راسره کېږي".

د هغه زوی فیصل ایدهي وايي: "زما پلار ښه دی، خو دغې پېښې ډېر خواشینی کړی دی. پرون هغه ژړوغونی و، له دې کبله نه چې له هغه یې پیسې او هرڅه ولټول، بلکې دده له کارنامو سره ناوړه چلند وشو ".

ګڼو خلکو پر ټولنیزو او د خواله پر رسنیو دغه پېښه غندلې او خپل غږ یې پروته کړی دی، چې د خبریالانو په وینا، دا په کراچۍ کې تر ټولو یو لوی جرم ګڼل کېږي.

د پاکستان ARY خبري تلوېزیون چلوونکی مبشر لقمان وویل: "په داسې حال کې چې ددغه په مقام کې خلک په دې هېواد کې خوندي نه دي، نو موږ د کوم امنیتي سیستم په اړه وغږېږو".

فریحې ادریس پرخپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "زموږ له مرستندوی ... او پرښتې عبدالستار ایدهي صاحب سره چې داسې چلند کېږي، دا زړه ماتوونکې پېښه ده".

یوه بل بیا لیکلي: "داسې انګیرم، لکه ایدهي ته چې د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوې وي، او پخپل مرکز کې یې له لاسه ورکړي".

ګڼو خلکو د ایدهي له بنسټ سره د مرستو کولو غږ کړی، ځکه چې د هغه هرڅه لوټل شوي، خو ځینو نورو بیا پوښتلي چې ولې هغه په دومره ډېرې پیسې او نور ارزښتناکه توکي پخپل استوګنځي کې ساتلي وو.

ښاغلي ایدهي ویلي، یوه اندازه پیسې یې د بېړني وضعیت لپاره ساتلې وې.

ایدهي وايي، یو شمېر خلک د امانت په توګه هم دوی سره خپله ګاڼه ږدي، چې د اړتیا پر مهال یې بېرته وړي.
د عکس تشریح، ایدهي وايي، یو شمېر خلک د امانت په توګه هم دوی سره خپله ګاڼه ږدي، چې د اړتیا پر مهال یې بېرته وړي.
له ایدهي سره د هغه مېرمنې بلقیس ایدهي هم په خیریه کارونو کې همکاري کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، له ایدهي سره د هغه مېرمنې بلقیس ایدهي هم په خیریه کارونو کې همکاري کوي

دی وايي، لوټمار نېغ د پیسو او ګاڼو ساتلو سېف ته ورغلل او د کیلۍ غوښتنه یې وکړه.

ایدهي د ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې ته ویلي: "ما فکر کاوه، چې ګني دلته د ایدهي مرکز په اړه د پوښتنې لپاره راغلي، خو دوی له ما د پیسو پوښتنه وکړه، نه پوهېږم چې دوی ته دا ټول څیزونه څرنګه مالوم وو؛ ځکه چې هر شی په الماریو کې ساتل شوي وو".

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "لطفاً زما پاکستان وژغورئ، هلته چې وي آی پي (ډېر مهم کسان) د ساتونکو له خوا محفوظ دي، خو خیرخواه خلک په وسلو د سمبالو لوټمارو له خوا شکول کېږي او ځورول کېږي".

پولیس د لوټمارو د موندلو هڅې کوي، خو تر اوسه یې هېڅ کوم نه دی موندلی.