امریکا کې د اېبولا ناروغۍ دوهمه پېښه

د اېبولا ناروغۍ ویروس په دسمبر ۲۰۱۳ کې څرګند شوی و خو شتون یې په مارچ ۲۰۱۴ کې تاید شو.
د عکس تشریح، د اېبولا ناروغۍ ویروس په دسمبر ۲۰۱۳ کې څرګند شوی و خو شتون یې په مارچ ۲۰۱۴ کې تاید شو.

د روغتیا څانګې چارواکي وايي ازموینې ښيي چې د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو بل روغتیايي چارواکی د اېبولا پر ناروغۍ اخته شوی دی.

دواړو رغتیايي کارکونکو د لایبریایي ټامس ډنکن درملنه کوله چې تېره اوونۍ ومړ او په امریکا کې د اېبولا پر ناروغۍ اخته شوی لومړی کس و.

یوه ځايي قاضي ویلي "ډېر امکان لري" چې نورې پېښې هم را مخ ته شي او په دې اړه لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د اېبولا د ماموریت مشر وايي نړۍ د اېبولا د ویروس په کنترولولو کې شاته پاتې ده.

د روغتیا نړیواله اداره وايي تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله ۴،۴۴۷ کسان مړه شوي دي چې ډېری یې په لوېدیځه افریقا کې دي.

له دغه ویروس نه د سیرالیون، لایبریا او ګیني هېوادونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

د اېبولا ناروغۍ ویروس په دسمبر ۲۰۱۳ کې څرګند شوی و خو شتون یې په مارچ ۲۰۱۴ کې تاید شو.

ټاکل شوې چې د چارشنبې ناوخته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بریتانیې، فرانسې، جرمني او ایټالیا له مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د اېبولا د ناورین په اړه خبرې اترې وکړي.

"ویره نه لرو"

د امریکا په ټیکساس ایالت کې د اېبولا پر ناروغۍ د دوهم اخته کس په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

خو د ټیکساس ایالت د روغتیا څانګې چارواکو ویلي یوه ښځه ده چې له کورنیو څارویو سره اوسېدله.

د تودوخې د درجې له معاینې ۹۰ دقیقې وروسته نوموړې په یو جلا ځای کې ساتل کېږي.

د ټیکساس د روغتون مشر ډاکټر ډانیل ورګا ویلي چې دغې ښځې د ښاغلي ډنکن د درملنې په چارو کې برخه درلوده او د نوموړي د درملنې پر مهال پر دغه ویروس اخته شوې ده.

خو ځايي قاضي کلې جنکینس ویلي چې چارواکي لا نورو ممکنه پېښو ته چمتووالی نیسي.

نوموړي وویل: "موږ لا نورو پېښو، چې ډېر امکان لري، ته تدابیر نیولي".