''ترکیې د 'اسلامي دولت' پرضد د خپلو اډو کارولو ته 'هو' ویلي''

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس وايي، ترکیې اوس هوکړه کړې، چې په عراق او سوریې کې د "اسلامي دولت" وسله والې ډلې پر ضد جګړې لپاره د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ته په خپله خاوره کې د پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړي.
نوموړې له امریکايي تلویزون سره د خبرو پر مهال د هغه څه هرکلی کړی، چې دې د ترکیې نوې ژمنتیا وبلله، چې پکې د انجرلیک په نامه د هوايي ځواکونو یو مرکز هم شامل دی، چې د ترکیې له پولې سره یو سل او شپېته کیلومتره واټن لري.
ټاکل شوې، چې په دغې جګړې کې د ترکیې د کره رول د جوتولو لپاره د امریکايي او ترکي چارواکو تر منځ خبرې اترې روانې پاتې شي.
له بله پلوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې په تړاو خپلو څرګندونو کې ویلي، دی هغو رپوټونو ډېر اندېښمن کړی، چې پکې ویل شوي د اسلامي دولت وسله والې ډلې په شمالي ښارګوټي کوباني کې ځینې سیمې لاندې کړې دي.
نوموړي د دغې سیمې وضعیت یوه غمیزه بللې، خو ټینګار یې کړی چې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف هڅې په دې نه محدودېږي.
۵۰ هوايي بریدونه
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د سوریې حکومتي ځواکونو په ټول هېواد کې تر پنځوسو ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې په دوی کې ځینې بریدونه په هغو سیمو کې شوي، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافیانو هم پکې هوايي عملیات کړي.
د دغې ټولنې د چارواکو په خبره، په ځینو بریدونو کې د سوریې هوايي ځواکونو د لوړې کچې چاودېدونکي بېلري بمونه کارولي چې ډېر ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.
شاید د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې د ګټې اخیستو لپاره ترکیه له سوریې سره پولې ته څېرمه د انجرلیک هوايي اډه ورکړي.
اټکل دی چې د امریکايي او ترکي چارواکو ترمنځ د ترکیې د رول په اړه ژر خبرې پیل شي.
له تېر اګست راهیسې د امریکا په مشرۍ په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې بمبارۍ پیل شوې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
"اسلامي دولت" سخت دریځې ډله د عراق او سوریې پر مهمو سیمو واکمنه ده.
وړاندې، نړیوالو له انقرې د دغې ډلې پر وړاندې د لا ډېر رول لوبولو غوښتنه کړې وه.
خو ترکیې وړاندې را در کړې وه، چې ګني په سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې د ځمکنیو عملیاتو مشري په یوازې سر مخته بوځي.








