ترکیې ته د سیمې د وضعیت خرابېدو په اړه د ایران خبرداری

د عکس سرچینه، EPA
د ترکیې پارلمان د دغه هېواد دولت ته اجازه ورکړې چې په عراق او سوریه کې د ''ترهګرو ډلو'' پروړاندې پوځي ګام واخلي او په همدې ترڅ کې ایران ترکیې ته په سیمه کې د کړکېچ ډېرېدو په اړه خبردار ورکړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو نه غوښتي چې د سیمې هېوادونه باید مسوولانه عمل وکړي.
د ترکیې پارلمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد دولت ته اجازه ورکړه چې د اړتیا په صورت کې د ''ترهګرو ډلو'' پر ضد د عراق او سوریې خاورې ته دننه شي.
دغه اجازه د ۲۹۸ مثبتو رایو او ۹۸ مخالفو رایو په اخیستو سره تصویب شوه.
د ایران ایرنا خبري اژانس وايي، ښاغلي ظریف له ښاغلي چاوش اوغلو سره په خبرو کې وویل، په سیمه کې هر راز داسې ګام اخیستل ایران اندېښمنوي، چې روان وضعیت لاپسې د پېچلتیا لوري ته بیايي.
ترکیې د داعش ډلې پر وړاندې د مقابلې سربېره د سوري نظام د مشر بشار اسد پر لرې کیدو ټینګار کړی.
خو ایران د سوریې حکومت پر وړاندې له هر ډول قدام سره مخالف دی او حسن روحاني د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف لخوا د سوریې په خاوره کې هوايي عملیاتو پر وړاندې مخالفت اعلان کړی دی.
پر همدې مهال،امریکا د ترکیې د پارلمان له پرېکړې هرکلی کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جن ساکي اعلان وکړ، د ترکیې د پارلمان رايې ښيي چې دغه هېواد غواړي د ''اسلامي دولت'' پر ضد ایتلاف کې څرګند رول ولري.
جنرال جان الن به راتلونکې اونۍ ترکیې ته سفر وکړي چې د دغه هېواد له چارواکو سره د راتلکونکو اقدامونه په اړه خبرې وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره چهار شنبه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د جګړې د جواز د ورکړې لایحه استازو ته وسپارله.
د دولت لخوا وړاندیز شوې لایحه د پارلمان لخوا د مجوز غوښتونکې وه چې د ''اړتیا په صورت کې د ترکیې وسلوال ځواکونه د پوځي مداخلې او عملیاتو لپاره بهر ته ولېږل شي او همدارنګه بهرني نظامي ځواکونو ته هم اجازه ورکړل شي چې خاورې ته د ننه شي.''
د سوریې کردي میشته سیمو کې د ''اسلامي دولت'' اورپکو پرمختګ او د ترکیې پولو ته د جنګ د ډګر ورنژدې کېدل د دغه هېواد پر دولت د فشار لامل شو چې په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' پر ضد مبارزه کې مهم رول ولوبوي.
په وروستیو اونیو کې له کردي مېشتو سیمو سلګونه زره وګړي د جګړو له کبله ترکیې ته کډوال شوي دي.








