هند پاکستان ته د بریدونو درولو خبرداری ورکړی

هند پاکستان ته خبرداری ورکړی که کشمیر کې خپلې ډزې و نه دروي نو له دروند ځواب سره به مخامخ شي.
د هند د دفاع وزیر ارون جېټلي ویلي که پاکستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو دوی به داسې ځواب ورکړي چې پاکستان به یې "د زغملو توان و نه لري".
دا په دې وروستیو کې دوو هېوادونو تر منځ د کړکېچ له پیلېدا وروسته د هند د حکومت له لورې تر ټولو سختې څرګندونې دي.
راپورونه وايي د کشمیر په لانجمنې سیمې کې د تېرې لسیزې په تر ټولو ناوړه تاوتریخوالي کې د دواړو خواوو د ځواکونو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوې دي.
د تېرې جمعې ورځې راهیسې په پیل شوي تاوتریخوالي کې ۱۱ د پاکستان په خوا او ۸ د هند په خوا کشمیر کې وژل شوې دي.
دواړه لورې پر یو بل د بریدونو د پیلولو تورونه لګوي.
په ۲۰۰۳ کال کې پر یوه اوربند هوکړه لا هم پر ځای ده خو پر اتومي وسلو سمبال ګاونډیان ډېر ځله پر یو بل د اوربند د سرغړاوي تورونه لګوي.
د چارشنبې پر شپه دواړو غاړو پر یو بل ډزو ته ادامه ورکړه او هندي چارواکو ویلي د دوی پر لور د دریو پوځیانو په ګډون اته کسان برسیرن ټپیان شوي دي.
ښاغلي جېټلي دهلي کې خبریالانو ته وویل:
"که پاکستان خپلو دغو کړنو ته ادامه ورکړي نو زموږ ځواکونه به ورته نه زغمېدونکی ځواب ورکړي".
د پاکستان له لوري اوختونکي اورپکي
نوموړي زیاته کړه: "که پاکستان پر پوله سوله غواړي نو باید ډزې او بمبارۍ ودروي".
له نوموړي چې کله د تاوتریخوالي د زیاتېدو د لامل په اړه پوښتنه وشوه نو ده په ځواب کې وویل:
"پاکستان د کورني او نړیوالو موخو لپاره غواړي تاوتریخوالی زیات کړي" خو په دې اړه یې جزئیات ور نه کړل.
ښاغلي جېټلي وویل د پاکستاني ځواکونو له خوا ډزې په دې موخه تر سره کېږي چې پاکستان کې مېشتو اورپکو ته له پولې د اوړېدو فرصت برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه چې په هندي کشمیر کې له وروستیو سیلابونو وروسته هندي ځواکونو د پاکستان له خوا ور اوختي یو لوی شمېر اورپکي وژلي دي.
"د ډزو او د پاکستان له لوري هند د اوختونکو اورپکو تر منځ یو تړاو شته".
کله چې د وروستي تاوتریخوالي د وخت په اړه ترې پوښتنه وشوه نو ښاغلي جېټلي وویل:
"بریدونه اوس ولې کېږي؟ دا پوښتنه باید له ما نه بلکې د پولې بلې غاړې وشي".
دغه وروست تاوتریخوالی وروسته له هغې پیل شوی چې د هند نوي لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پاکستاني سیال نواز شریف ته د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه.
خو تر دغې بلنې وروسته د دواړه غاړو اړیکې ترینګلې شوې دي.
د اګست په میاشت کې هند پاکستان سره په دې دلیل خبرې اترې لغوه کړې چې په وینا یې پاکستان د دوی په کورنیو مسلو کې لاسوهنه کوي.
او تېره میاشت ښاغلي مودي د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې دی پاکستان سره د سولې د خبرو اترو غوښتونکی دی خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان باید خبرو اترو ته "مناسبه فضا" جوړه کړي.








