پاکستان کې د ګوزڼ پېښې ډېرې شوې

د عکس سرچینه، EPA
پاکستان کې د ګوزڼ لس نوي ناروغان ثبت شوي چې په دې سره د ناروغانو شمېر تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړې کچې ته نژدې شوې ده.
تر اوسه پورې ۱۸۴ ناروغان ثبت شوي.
نوي ناروغان له پنځه کلنۍ د کم عمر دي، چې ډېری یې شمال لوېدیځ کې د قبایلي سیمو اوسېدونکي دي.
پاکستان یو له هغو دريو هېوادونو دی، چې لا هم پکې د ګوزڼ پېښې موندل کېږي.
د دغې ناروغۍ پرضد کمپاین کار کوونکي د سخت دریځو لخوا وژل شوي او بریدونه پرې شوي.
پاکستاني سخت دریځي طالبان وايي، دا د مسلمانانو شنډولو لپاره د لوېدځوالو یوه دسیسه ده.
د پاکستان د روغتیا وزارت په دغه ناورغۍ د تازه لسو کسانو د اخته کیدو خبر تاییدوي او وايي، هېواد کې په دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۸۴کسانو ته رسېدلی.
پاکستان په نړۍ کې له هغو دریو هېوادونو دی چې دغه ناروغي په کې خپره ده، خو واکسین دغه ناروغه په ډیرو هېوادونو کې له ريښې ختمه کړې ده.
د ګوزڼ په وړاندې واکسین د خولې له لارې په کم لګښت ورکول کېږي، په همدې اساس په اسانۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پلي کېدو وړ دي.
پاکستان، افغانستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي، چې لاهم د ګوزڼ پېښې پکې شته.
د القاعده د شبکې مشر اسامه بن لادن ځای هم د واکسین کارکوونکو په مرسته برملا شو چې د دغه ډول پروګرامونو پر وړاندې یې بدبیني ډېره کړه.
د ګوزڼ ناروغۍ رپوټونه په داسې حال کې له پاکستان نه خپریږي چې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو لپاره نړیوال بنسټ د خپلو کړنو د پرمختګ لپاره په لندن کې غونډه لري.
د روان کال په پیل کې دغه بنسټ اعلان وکړ چې د پاکستان ټول هغه وګړي چې بهر ته سفر کوي باید د ګوزڼ د ناروغۍ د واکسین سند له ځان سره ولري.








