اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان حکومت اسلام اباد کې وروسته له هغه ټینګ امنیتي تدابیر ونیول چې تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو لخوا د اګست په ۱۴مه د پراخو لاریونونو اعلان وشو، په دې لړ کې له پنجاب ایالت او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر نه نژدې دوه زره پولیس را غوښتل شوی دي.
د اسلام اباد یوه چارواکي ویلي، دغه ځواکونه په دولتي ښونځیو کې ځای پر ځای شوي دي، د چارواکي به وینا په دغو کسانو کې له ۳۰۰ نه ډېر کمانډو ځواکونه کسان هم شامل دي.
خبریال شهزاده ملک په وینا، په اسلام اباد کې د نیمه پوځي شمېر کې هم زیاتوالی راغلی خو په داسې حال کې چې د ښار د کنټرول لپاره د پوځیانو په ډېروالي باندې د سېمې اړونده چارواکي بې خبري شي.
د پاکستاني سیاسي ګوند عوامي تحریک مشر طاهر القادري په لاهور ښار کې یوې غونډې ته وینا کې د اګست په ۱۴ نېټه د یوه پراخ لاریون کولو اعلان کړی وه.
د نوموړي په وینا په ټاکلې نېټه به یو پراخ لاریون ترسره شي، چې په وینا یې باید ټول پکې ګډون وکړي.
بل لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي وه، دی او ملګري به یې هم د اګست په ۱۴ اسلام اباد کې ازادي نومي لاریون کې برخه واخلي او ویلي وه چې د دغه لاریون بهیر کې به د دویم ځلې ټاکنو غوښتنه وکړي.
د طاهرالقادري له لوري د لاریون له اعلانه وروسته د پاکستان د اطلاعاتو فدارلي وزیر پرویز رشید ویلي وه، پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک ګوندونه د پاکستان پرمختګ مخه نیول غواړي.




