اسراييلو غزه کې ۲۴ ساعته اوربند منلی دی

د عکس سرچینه، Reuters
اسراييلو په غزه کې د ملګرو ملتو هغه وړانديز منلی چې له مخې يې اوربند ۲۴ ساعته نور هم غځول کېږي، خو اسراييلي پوځ ته يې ويلي که بريد پرې وشي، ځواب دې ورکړي.
د کابينې يوې غونډې د شنبې ورځې اوربند د يکشنبې ورځې د شپې تر نيمايي وغځاوه.
دغه اقدام پر داسې مهال پورته کېږي، چې حماس جنګياليو وروسته له هغه چې يوې خوا اوربند ومانه پر اسراييلو د توغنديو ډزې کړې دي.
حماس وايي تر هغه به اوربند ته غاړه کېنږدي چې اسراييلي ځواکونه له غزې و نه وځي او بېځايه شويو فلسطينيانو ته اجازه ور نه کړای شي چې خپلې کورونو ته ستانه شي.
اسراييلو ويلي د اوربند پر مهال به هم د هغو سمڅو پر وړاندې عملياتو ته ادامه ورکړي، چې د حماس له لوري اېستل شوې دي.
حماس اسراييل تورنوي چې ګواکې غواړي د اوربند پر مهال ځان نورو بريدونو ته چمتو کړي او ادعا يې کړې ده چې د شنبې ورځې له اوربند نه هم سرغړونه شوې ده.
راپورونه وايي د شنبې پر ورځ هم حماس جنګياليو پر اسراييلو درې توغندي توغولي او په اسراييلو کې د خطر زنګ کړنګول شوی دی.
د حماس پوځي څانګه قسام لېوا وايي دوی پر اسراييلو د لنډ واټن درې او د نسبتآ اوږد واټن دوه توغندي توغولي دي.
د شنبې ورځې اوربند د تېرې ورځې ماښام په اتو بجو پای ته ورسېد. د غزې خلکو د اوربند په موده کې د وژل شويو کسانو جسدونه راټول کړل او ځان ته يې اوبه او خواړه برابر کړل.
د غزې د روغتيا وزارت وياند وايي د شنبې پر ورځ يې له کنډو کپرو او ويجاړو شويو ځايونو لاندې د ۱۵۰ کسان جسدونه موندلي دي.
د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي چې په غزه کې د اسرائيلي بریدونو په پایله کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی.
اسرائيلي پوځیانو ۱۹ ورځې وړاندې پر غزې بریدونه پیل کړل.








