غزه کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۸۰۰ واوښت

د عکس سرچینه، BBC World Service
فلسطيني چارواکي وايي په لويديځه غاړه کې پر غزه د اسراييلو د بمبارۍ پر ضد مظاهرو کې د اسراييلي ځواکونو له لوري دوه لاريونيان وژل شوي دی.
فلسطيني چارواکي وايي له هغه راهيسې چې پر غزې د اسراييلو پوځي بريدونه پيل شوي د وژل شويو فلسطينيانو شمېر له ۸۰۰ اووښتی دی.
دوی وايي تېره ورځ په رام الله ښار کې زرګونه فلسطينيانو پر غزې د اسراييلي بريدونو پر ضد مظاهرې وکړې، چې په تاوتريخوالي واوښتې.
د راپورونو له مخې په دغو مظاهرو کې لږترلږه ۱۰۰۰۰ کسانو برخه لرله چې له رام الله نه يې د ختيځ بيت المقدس پر لوري لاريون وکړ.
په ختيځ بيت المقدس کې اسراييلي ځواکونو د دغو مظاهره چيانو د درولو هڅه وکړه چې له امله يې د دواړو غاړو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې ۲ فلسطينيان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپيان شول.
اسراييلي پوځ دا منلې چې امنيتي ځواکونو د مظاهره چيانو د خورولو لپاره خپل تکتيک کارولی دی.
دوی وايي پوځ وروسته له هغه دغه ګام پورته کړ، چې مظاهرچيانو پرې د کاڼو ګوزارونه وکړل او پر سړکونو يې ټايرونو ته اور ورته کړ.
په لويديځه غاړه کې د مظاهرو غوښتنه د فلسطيني ولسمشر محمود عباس ګوند فتح کړې وه.
فلسطيني مشرانو نن جمعه بيا د مظاهرو غوښتنه کړې ده.
د جګړې له امله د غزې اوسېدونکو ته ۴۰ سلنه داسې سيمه اعلان شوې چې نه شي کولای هلته ورشي او د خوراکي توکو زېرمې په چټکۍ مخ په ختمېدو دي.
۱۸۰۰۰۰ فلسطينيان اړ شوي، چې د ملګرو ملتو په ښوونځيو کې پناه واخلي، خو ډېر خلک د خوړو او اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
د امريکا د هوايي چلند ادارې هغه بنديز لرې کړی چې تل ابيب ته يې د امريکا پر فضايي کمپنيو لګولی وو.
خو لا هم ځينې لويديځې کمپنۍ تل ابيب ته د الوتنو له پيلولو ډډه کوي.








