روس پلوو یاغیانو ټول اروپاي ناظرین ازاد کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو یاغیانو د اروپا د امنیتي مرستو د سازمان څلور ناظرین خوشي کړي، په دې اساس بیلتون غوښتونکو ټول یرغمل کړي ناظران خوشي کړي دي.
د اروپا د مرستو او امنیت سازمان اته ناظرین تېره میلادي میاشت د اوکراين په ختيځ کې یرغمل شوي وو.
دوی په داسې حال کې خوشې کیږي چې د اوکرایني ځواکونو او یاغیانو ترمنځ اوربند اعلان شوی.
د دولت او روسیې پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د سولې او منځګړيتوب لپاره مذاکرات روان دي او د اروپا د امنیت سازمان او مرستو استازي په دې خبرو اترو کې برخه لري.
د اوکراین ولسمشر پيتروپروشينکو د یوې اوونۍ اوربند درې ورځې نور هم وغځاوه. دا اوربند به د دوشنبې پر ورځ پای ته ورسیږي.
په دې یوه اوونۍ کې چې اوربند و، ځای ځای د دواړ خواو ترمنځ نښتې هم را منځ ته شوې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د روسي پلوه ملېشو او دولتي ځواکونو ترمنځ د اوکراین په ختیځ کې لږترلږه ۴۲۰ کسان وژل شوي.
اوکراین او اروپايي ټولنې تېره جمعه د چنګاښ په شپږمه د اقتصادي مرستو تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون پر بنسټ اوکراین به د اړونده غړيتوب په اساس د ځانګړو سوداګریزو تسهیلاتو او د اروپاي ټولنې د اقتصادي مرستو نه به برخمن وي.
د اوکراین ولسمشر د دې معاهدې لاسلیک کول تاریخي بریا وګڼله، خو وویل چې دا معاهده د اوکراین خلکو ته په لوړه بیه تمامه شوه.
له دې معاهدې سره د اوکراین پخواني ولسمشر مخالفت کړ و چې له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پراختیا پلویانو د نیوکو سره مخامخ شو چې په پایله کې د نوموړي د استعفا لامل شو.
د اوکراین په ګډون ورته تړون د شوروي اتحاد له دوو پخوانيو جمهوريتونو ګرجستان او مالداوي سره هم لاسلیک شو.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خبرداری ورکړی چې د دې معاهدې لاسلیک به سختې پایلې له ځانه سره ولري.
روسیې ویلي، که دا معاهده ناوړې اغیزې د روسیې پر اقتصاد پریباسي، نو جدي اقدامات به تر سره کړي.








