د کارګرو اعتصاب س. افریقا ته ۲ میلیارد ډالر زیان اړولی

اټګل دی چې په سویلي افریقا کې به د کارګري ټولنو مشران یوه موافقه لاسلیک کړي چې ورسره به د پلاتینیمو په کان کې د کارګرانو پنځه میاشتنی اعتصاب هم پای ته ورسیږي.
کارګري ټولنو وروسته تر هغه د اعتصاب له پای ته رسولو سره موافقه وکړه چې د کان کیندونکو د معاشونو د لوړېدو وړاندیز ورته وشو.
دغو لانجو د سویلي افریقا اقتصاد ته تر دوه میلیارده ډالرو په زیاته بیه تمام شو.
سویلي افریقا د نړۍ شاوخوا اته سلنه د پلاتینیمو زیرمې لري.
په ۲۰۱۲ کال کې هم د پلاتینیمو کان زرګونه کارکوونکو پراخ لاریونونه کړي وو چې په ترڅ کې ۳۴ تنه ووژل شول.
دغو کسانو د پلاتینیمو یوه کان ته څیرمه په لاریون لاس پورې کړی وو او کله چې پولیسو د لاریون د کنترول له پاره عملیات پیل کړل، دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
هغه مهال هم کان کیندونکو غوښتنه کوله چې د دوی معاشونه دې درې چنده لوړ شي.
ویل کیږي چې په دغه کان کې له تیرو اتلسو کلونو راهیسې د کار کولو په حالاتو کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.








