عراق کې وسله والو پر رمادي پوهنتون برید کړی

پولیس وايي وسله وال پوهنتون ته د یوه پله له الوزولو وروسته د ګاونډي سیمې التاشا له لوري ورغلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیس وايي وسله وال پوهنتون ته د یوه پله له الوزولو وروسته د ګاونډي سیمې التاشا له لوري ورغلي دي.

د عراق د پلازمېنې بغداد سويل ته په رمادي ښار کې ياغيانو د يوه پوهنتون پر لیلیه بريد کړی دی.

وروسته له هغه چې ياغيانو د انبار پوهنتون قبضه کړ د پوهنتون ساتونکي يې ووژل او لسګونه محصلين یې يرغمل کړل.

د عراق امنيتي ځواکونو د پوهنتون ساحه کلابنده کړې ده.

باور دا دی چې وسله وال په عراق او شام کې د اسلامي دولت جوړېدو ډلې غړي دي.

دا په تېرو دريو ورځو کې د توندلارو دريم ستر بريد.

د جمعې پر ورځ وسلوالو په موصول کې له وسلوالې جګړې او ځانمرګو بريدونو نه يوه ورځ مخکې په سمارا کې لوی بريد کړی و.

امنيتي ځواکونه له تېرو څو مياشتو راهيسې په رمادي کې له تاوتريخوالي سره مبارزه کوي.

بل لور ته د عراق په شمالي ښار موصول کې بريدونو له ۲۰ زيات کسان وژلي دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بل لور ته د عراق په شمالي ښار موصول کې بريدونو له ۲۰ زيات کسان وژلي دی.

لویدیځ الانبار ایالت په عراق کې د توکمیز تاوتریخوالي مرکزي ځای دی، دغه سیمه کې یو شمېر سیمې د سني ملېشو کنترول کې دي. در مادي ځیني برخې بیا له څو میاشتو راهیسې د دوی تر ولکې لاندې دي.

پولیس وايي وسله وال پوهنتون ته د یوه پله له الوزولو وروسته د ګاونډي سیمې التاشا له لوري ورغلي دي.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي و، چې د عراق په شمالي ښار موصول کې بريدونو له ۲۰ زيات کسان وژلي او زيات نور يې ټپيان کړي دي.

يوه بريد د شباک لږکي په نښه کړي، چې د اسلامي عقېدې په اړه ځانګړی تعبير لري.

سني سخت دريځي په دې باور دي، چې دا ډول عقيده کفر دی.

په موصول کې دغه راز د امنيتي ځواکونو او ملېشو ترمنځ نښتې روانې دي.

اوس په دغه سيمه کې ګرځبندېز لګېدلی دی.