لندن کې د پاکستان MQM مشر الطاف حسین نیول شوی

د عکس سرچینه، AP
د لندن پولیسو بي بي سي ته منلې، چې د شمال لوېدېځ لندن یوه کور کې یې یو ۶۰ کلن سړی د پېسو سپینولو په تور نیولی دی.
پاکستان کې ځايي رسنۍ وايي، دغه سړی د پاکستاني سیاسي ګوند، متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسین دی.
خو لندن پولیس د قانوني غوښتنو له مخې د نیول شوي سړي نوم نه دی په ډاګه کړی.
لندن پولیس وايي د ښار شمال لوېدېځه برخه کې اوس هم چاڼیز عملیات دوام لري.
د دوی په وینا دغه عملیات د پولیسو عملیاتي متخصصینو ډله ترسره کوي.
الطاف حسین شپیته کلن دی او له ډېرې مودې راهیسې د لندن ښار په هغه سیمه کې استوګن دی، چې پولیس پکې دغه عملیات کړي.
پروسږ کال ( ۲۰۱۳ ) جولای میاشت کې د لندن پولیس د هغه څه په اړه څېړنې کولې چې ګومان کېده د پاکستان د متحده قومي غورځنګ ایم کیو ایم، چې د پاکستان له لویو سیاسي ګوندونو یو دی، په پېسو سپینولو کې لاس لري او له مالیې ورکولو سرغړوي.
بي بي سي هغه مهال معلومات تر لاسه کړل چې د ایم کیو ایم اړوند ځایونو د پلټنې پرمهال شپږ سوه زره ډالر نقد چې حساب ته نه وې راوړل شوې، د پولیس لاس ته ورغلي دي.
پولیس دغه راز د هغو ادعاوو په باب پلټنې کولې چې د ایم کیو ایم ډلې برتانیا مېشتي مشر، الطاف حسین هغه کسان چې د ده ګوند یې په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړی و په تاوتریخوالي ګواښلي دي.
د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له ۲۰ کلونو راهیسې برتانیا کې ژوند کوي او د دغه هېواد تابعیت یې هم تر لاسه کړی دی.








