فلمي لوبغاړې کرشمې کپور طلاق واخیست

د عکس سرچینه، bbc
د بالیووډ فلمونو وتلې لوبغاړې کرشمه کپور، چې د مشهورې کپور کورنۍ اړونده ده، له خپله مېړه نه یې طلاق واخیست.
هغې له ډېر وخت راهيسې خپل میړه سنجي کپور نه بېل ژوند کاوه او د دواړو ترمنځ اړیکي ترینګلي.
د ممبۍ محکمې د دواړو په خوښه د دوی طلاق ومانه.
محکمې کې د هغې خور کرینه کپور او مېړه یې سیف علي خان هم موجود وو.
رپوټونو کې ویل شوي، چې په محکمه کې هم د دواړو ترمنځ تر خې خبرې راغلې، خو بیا سیف علي خان له دواړو سره بېلې خبرې وکړې او خبرې ته یې د پای ټکی کېښود.
کرشمې او سنجی دواړو غوښتل چې ماشومان له ځان سره وساتي خو محکمې د ماشومانو روزنه کرشمه کپور ته وسپارله.
تر اوسه د طلاق په بدل کې د معاوضي ورکولو په اړه کوم معلومات نه دي ورکول شوي.




