هند په اداري تشکیل کې ۲۹ ایالت جوړ کړ

د عکس سرچینه، AFP
هند په خپل اداري تشکیل کې نهه ویشتم ایالت جوړ کړ.
د تېلنګانا په نامه دغه ایالت د اندرا پردېش ایالت له لسو پخوانیو ولسوالیو تېره شپه په دولسو بجو په رسمي ډول اعلان شو.
ټاکل شوې چې حیدراباد به د راتلونکو لسو کلونو لپاره د دغو دواړو ایالتونو ګډ مرکز وي.
د دغه ښار واټونه په ګلابي پوکاڼیو، ټوټو او بیرغونو پوښل شوي دي.
ګلابي رنګ د تېلانګانا راشټرا سمېتي ګوند رسمي رنګ دی.
دغه ګوند له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د دغه ایالت د جوړېدو لپاره مبارزه کړې او ټاکل شوې چې د دغه نوي ایالت لومړی حکومت هم جوړ کړي.
د دغه ایالت رامنځته کېدل په موسیقۍ او اورلوبو ونمانځل شول.
تلنګانه ایالت د اندراپردېش ایالت په لسو ولسوالیو مشتمل دی، خو خپله حیدراباد ښار به تر راتلونکو لسو کلونو پورې د دواړو ایالتونو ګډ مرکز وي.
د لسو کلونو مودې کې باید اندراپردېش ایالت خپل مرکزي ښار جوړ کړي.
د سیمې یوه سیاسي ګوند تیلنګانه راشټرسیمتي، د نوي ایالت جوړېدو په لړ کې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې مبارزه کوله او اوس به دغه ایالت کې لومړی ایالتي حکومت همدا ګوند جوړوي.
تېر کال پلازمېنه ډیلي کې د کانګریس ګوند مرکزي حکومت د دغه ایالت جوړېدو پرېکړه وکړه او له هغه وروسته سږ کال فبرورۍ کې د هند مشرانو جرګې دغه پرېکړه تصویب کړه.
د اندراپردېش د هغه مهال مشر وزیر کرن کمار ریډي د احتجاج په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.








