مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو رایې اچوونې بهیر روان دی

د عکس سرچینه، Reuters
په مصر کې رایه اچوونکي د دغه هېواد د نوي ولسمشر د ټاکلو په موخه په دوه ورځنیو ټاکنو کې برخه اخلي.
دا ټاکنې په داسې وخت کې تر سره کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې امنیتي عملیات روان دي.
تمه ده چې د پوځ پخوانی مشر عبدالفتاح السیسي به په دغو ټاکنو کې ستر بری خپل کړي. نوموړي د تېرو ټاکنو په ترڅ کې ټاکل شوی اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړی و.
له هغه وخته راهیسې ښاغلي السیسي د اخوان المسلمین ګوند د غړو پر ضد د عملیاتو لارښوونې کړې، چې په ترڅ کې یې لسګونه زره کسان نیول شوي او سلګونه نور د مرګ په سزا محکوم شوي دي.
نوموړی اوس په ټاکنو کې د یوه ملکي وګړي په توګه سیالي کوي.
د نوموړي یوازنی سیال تجربه لرونکی کیڼ اړخی سیاستوال حمدین صباحي دی.
له دې مخکې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالفتاح السیسي ویلي وو، که په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر شي، نو د اخوان المسلمین ګوند جرړې به وباسي.
د ښاغلي سیسي په وینا، چې د هغه د وژلو دوې هڅې یې شنډې کړې دي.
نوموړي له سي بي سي مصري تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو، د مصریانو عزم دی دې ته اړ کړ، چې ولسمشرۍ ته نوماند شي، چې په وینا یې"دا د خلکو غوښتنه وه، د عامو مصریانو غوښتنه وه".
السیسي چې د محمد مرسي لخوا د دفاع وزیر ټاکل شوی و، د مخکني منتخب ولسمشر مرسي پرضد یې پوځي کودتا وکړه او محمد مرسي یې بندي کړ. السیسي دا نه مني، چې ګني د اخوان المسلمین د کاندید محمد مرسي په پرځولو یې سیاسي واک ته د رسېدو لمن غوړولې وه.
د مرسي له لیرې کېدا وروسته، د مصر په ناامنیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي او پلویان نیول شوي او بندیان شوي دي.
په وروستیو کې د مصر واکمن نظام اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په ډله کې راوست.
کابو دوه لکه امنیتي کسان په ټول هېواد کې د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت خوندي کولو په موخه ګومارل شوي دي.








