ترکي فلم د "پالم ډي اور" جایزه وګټله

د ۲۰۱۴ کال کانز فلم فیستیوال تر ټولو لوړه او مهمه جایزه "پالم ډي اور" ترکي فلم "وینټر سلیپ" یا د ژمي خوب وګټله.
د دغه فلم کیسه په یوې داسې کورنۍ راڅرخي چې د ترکیې په یوې غرنۍ سیمه کې ژوند کوي.
د فلم جوړوونکی د ترکیې نوري بیلجي سیلن دی او د جایزې ګټلو لپاره یې له ۱۷ نورو فلمونو سره سیالي کوله.
نوموړي دغه جایزه د ترکیې ځوان نسل او په تیره بیا هغو کسانو ته ډالۍ کړه چې د سکرو ډبرو په یوه کان کې یې د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د غوره فلمي لوبغاړي جایزه د برتانوي فلمونو او ډرامو لوبغاړي ټیمتي سپال په برخه شوه. نوموړي دا جایزه په مسټر ټرنر فلم کې د ښې هنرمندۍ له کبله وګټله.
د غوره فلمي لوبغاړې جایزه جولیان مور وګټله.
د فساد په اړه جوړ شوي روسي فلم لیویتن ته د غوره سکرین پلی جایزه ورکړل شوه او بینیټ میلر ته د "فوکس کیچر" فلم لپاره د غوره ډایریکټر یا فلم جوړوونکي جایزه ورکړل شوه.
د کانز نړیوال فلم فیستیوال هر کال د فرانسې په ښار کانز کې ترسره کیږي، او له ټولې نړۍ ورته د هر ژانر فلمونه د جایزو لپاره نومول شوي وي.
د کانز فلمونو فیستیوال په لومړي ځل په ۱۹۴۶ کال کې رامنځته شو او د نړۍ له معتبرو فلمي فیستیوالونو ګڼل کیږي.








