روسیې له چین سره د ګازو لوی تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چین سره د څو میلیاردیزه ډالرو په ارزښت د ګازو یو تړون د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک کړ.
ددغې معاملې لپاره له تېرو لسو کالو راهیسې د چین د تېلو ملی ګورپ یا (سي این پي سي) او د روسیې د ګازپروم شرکت ترمنځ خبرې روانې وې.
روسیه لېواله ده، چې د ګازو لپاره د انرژۍ یو ښه بازار پیدا کړي، ځکه چې د اوکرایین د لانجې پر سر یې چې د کومو امکاناتو شونتیا لرله، له لاسه یې ووتل.
که څه هم د روسیې او چین ترمنځ د دغې معاملې دقیق پولي ارزښت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کېږي، چې تر ۴۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه اعلامیه کې ویلي: "دا ارزښت د دواړو خواوو لپاره د خوښې وړ دی".
"دا مناسبه ده لکه څنګه چې اټکل کېده، زموږ په ټولو نړیوالو قراردادونو، په ځانګړي ډول له ختیځې اروپا سره په مارکیټ کې د تیلو او د تیلو له تولید سره د قیمتونو لپاره دا یو عمومي فورمول و".
د روسیې او چین ترمنځ دغه تړون د شانګهای د (سیکا) سرمشریزې په څنډو کې لاسلیک شو.
تمه کېږي، چې دا پروژه به په ۲۰۱۸ کال کې پیل شي، چې تر یوه کال پورې به د ۳۸ میلیارد مربع متر واټن پورې به د چین په ختیځ کې وغځول شي.
د ګازپروم مشر الکسي میلر وویل، دا د روسیې په تاریخ کې د ګازو یو لوی تړون دی.








