مبارک د مالي فساد په تور ۳ کاله نور بندي شو

د عکس سرچینه، AP
د مصر یوې محکمې د دغه هېواد لرې کړل شوي ولسمشر حسني مبارک ته د مالي فساد په تور د درې کاله بند سزا ورکړې.
د هغه دوو زامنو علاء او جمال ته په ورته قضیه کې د څلورو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.
د څارنوالانو په وینا، دوی یوه لسیزه نژدې ۱۷ میلیونه ډالره د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا رغاونې په نوم اخیستي، خو په دې پيسو یې د خپل شخصي کور بیا رغاونه کوله.
دوی ته ویل شوي، چې دغه پېسې بېرته وګرځوي او نژدې درې میلیونه ډالر د جریمې په ډول ورکړي.
۸۶ کلن حسني مبارک لاهم له واکه د ناوړه ګټې اخیستلو د تورونو له کبله محاکمه کېږي.
پر هغه د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال پوځ ته د لاریون کوونکو د وژلو د امر ورکولو تور هم دی.
دغو تورونو هغه مجبور کړ، چې له واکه لیرې او د زندان تیارو ته ورټېل وهل شي.
مبارک په ۲۰۱۲ کال هم د کورنیو چار هغه وخت له وزیر حبیب العادلي سره یوځای د لاریون کوونکو په قضیو کې ملامت ګڼل شوی و.
همدا وو چې محکمې د <link type="page"><caption> عمري بند سزا</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/weather/2012/06/120602_hh-mubarak_verdict.shtml" platform="highweb"/></link> ورکړه.
خو د ۲۰۱۳ په جنورۍ کې محکمې د مبارک او العادلي د بیا محاکمه کولو غوښتنه ومنله.
بیا په تېر اګیست کې له زندان نه د مبارک د خوشي کېدو امر وشو، خو د قاهرې پوځي روغتون ته یووړل شو او هلته اجباري اوسېدو ته اړ شو.








