"اوکراییني ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونه نیوله"

د جمعې په ورځ ډیری کسان په هغې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله ووژل شول چې مظاهره چیانو په کې سنګر نیولی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جمعې په ورځ ډیری کسان په هغې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله ووژل شول چې مظاهره چیانو په کې سنګر نیولی و.

د اوکرایین صدراعظم د هېواد امنیتي ځواکونه تورن کړل چې په سوېلي ښار ادیسا کې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتي راغلي دي.

دغلته په تاوتریخوالي کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ارسیني ایتڅنوک بي بي سي ته وویل چې په دې هکله به هر اړخیزه او بشپړه څیړنه کېږي.

ډېری وژل شوي کسان روسي پلوه بېلتون غوښتوونکي وو چې په یوې ودانۍ کې د اور د لګېدو په پېښه کې ووژل شول.

صدراعظم دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د اوکرایین امنیتي ځواکونو په سلوایانسک کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکي محاصره کړې دي.

ښاغلي ایتڅنوک وویل "زه شخصاً په ادیسا کې د تاوتریخوالي له امله امنیتي ځواکونو ګرم بولم چې د مخنیوي لپاره یې هېڅ هم ونه کړل."

نوموړی وايي په سیمه کې امنیتي ځواکونه کافي نه دي او هغوی له قانونه سرغړونه کړې ده.

د اوکرایین د صدراعظم په وینا په ادیسا کې د پولیس مشر له دندې ګوښه کړای شوی او د څارنوالۍ دفتر په دې هکله څیړنه پیل کړې ده.

د نوموړي په ژبه د څارنوالۍ دفتر له هر چانه تحقیقات کوي چې پیل یې د پولیسو له مشر، د هغه له مرستیالانو او نورو پولیسو نه شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ په ادیسا کې ۴۲ کسان ووژل شول.

له دې ډلې ډېری په هغې ودانۍ کې د اور له امله ووژل شول چې بېلتون غوښتوونکو مظاهره چیانو په کې سنګر نیولی و.

ښاغلي ایتڅنوک په ادیسا کې د تاوتریخوالي د رامینځ ته کولو پړه پر روسي پلوه ډلو واچوله.

هغه روسیه او روسي پلوه مظاهره چیان تورن کړل چې د ده په خبره د اوکرایین د خپلواکۍ د له مینځه وړلو لپاره هڅه کوي ریښتنې جګړې ته لاره هواره کړي.

کله چې له ښاغلي ایتڅنوک نه د هغو ودانیو په اړه چې روسي پلوو ډلو نیولي دي پوښتنه وشوه نو نوموړي وویل "موږ بشپړ کنترول له لاسه نه دی ورکړی، ډېر څه د سیمه ییزو خلکو پورې اړه لري چې د سولې او امنیت پلوي کوي کنه."

په همدې حال کې تازه رپوټونه وايي چې د شنبې په شپه په کستن تینوفکا کې درنه جګړه شوې او چارواکي وايي چې دوه کسان په کې وژل شوي دي.

خو د روسیې تلویزیون دا شمېر ۱۰ تنه ښودلی دی.