نېټ ایکسپلورر کې نیمکړتیا موندله شوې

د عکس سرچینه، AFP
مایکروسوفټ خپلو مشتریانو ته ویلي، د دوی انټرنیټ براوزر ( ای اې ) کې یوه داسې نیمګړتیا شته، چې هیکران ورنه ګټه اخلي او کمپیوټرونو ته یې لاسرسی موندلای شي.
د انټرنېټ بروازر له ۶ مه نیولې تر ۱۱ مه ورژنه پورې ټولو ورژنونو کې دغه نیمکړتیا شته او مایکروسوفټ وايي، دغه لړ کې د ځانګړو بریدونو په اړه معلومات لري.
د نېټ مارکیټ ونډو سره سم د ټولې نړۍ براوزرونو بازار نژدې ۵۰ سلنه له ای اې سره ده.
مایکروسوفټ وايي دې لړ کې څېړنه کوي او مناسب اقدامات به وکړي.
د اونۍ په پای کې مایکرو سوفټ د خوندیتوب په اړه اعلامیه جاري کړه، چې پکې ویل شوي، په خپلو میاشتنيو معلوماتو کې به د دغې ستونزې د هواري لپاره معلومات وړاندې کړي او که یې مشتریان له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، دوی کولای شي، ځانګړي معلومات وړاندې کړي.
د مایکروسوفټ په وینا د دغې نیمګړتیا نه ګټه اخیستونکي هیکران د دغه مقصد لپاره ځانګړي ویبسایټونه جوړولای شي، خو د مشتریانو د کمپیوټر کنترول تر لاسه کولو لپاره دوی باید هغو ته ډاډ ورکړي، چې ویبسایټ ته یې ورشي.
د دې لپاره به دوی پر کوم لینک کیکاږي، بیا به د برېښنا لیک او یا ماسینجر له لارې مشتریان ښکار کوي، خو وايي هیکر نه شي کولای د زور په وسیله مشتریان خپل ویبسایټ ته بوځي.
که هغه مهال مشتري د اېډمنسټریټر په توګه خپل کمپیوټر ته لاسرسي لري، نو هیکر هم کولای شي، هغه حقونه تر لاسه کړي.
خو د کمپنۍ په خبره، وینډوز سرور۲۰۰۳، وینډوزسرور ۲۰۰۸، وینډوز سرور۲۲۰۰۸ ار، وینډوز سرور ۲۰۱۲ او وینډوز سرور ۲۰۱۲ ار ۲ له دغې نیمګړتیا نه اغېزمن کېږي.








