روسیه: خپلې ملي ګټې خطر ته نه پرېږدو

د عکس سرچینه، AP
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي هېواد به یې هر هغه ګام ته جدي ځواب ووایي چې د روسي ولس ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي.
نوموړي دا خبرې د روسیې له تلویزیون سره په داسې وخت کې کړې چې د اوکرایین موقت ولسمشر د دې هېواد په ختیځ کې د روسي بیلتون پالو پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل کولو اعلان کړی.
ښاغلي لاوروف تور ولګاوه چې امریکا هم د اوکرایین په اوسني کړکېچ کې رول لري.
"د ترهګرۍ ضد عملیاتو اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن کیف ته ورغلی دی. ښکاره خبره ده، دوی غوښتل چې دا عملیات په داسې وخت کې بیا پیل کړي چې نوموړی (جو بایډن) په کیف کې وي. بلکې دا عملیات په لومړي ځل هغه وخت پیل شول چې د سي آی اې مشر جان برېنن کیف ته ورغلی و. نو زه په دې کې هېڅ شک نه لرم چې امریکا په دې لوبه کې ښکاره لاس لري."
د اوکرایین مرستیال لومړي وزیر یاریما ویلي د هېواد په ختیځ کې یې د ترهګرو پر ضد دغه عملیات اوس رسماً بیا پیل کړي.
نوموړي وویل: "دا عملیات د موقت ولسمشر په لارښوونه بیا پیل شوي. دا عملیات د ایسټر مذهبي رخصتیو له کبله د څو ورځو لپاره درول شوي وو. خو ځواکونه به یې اوس هڅه کوي چې په ډونیڅک او لوهانسک سیمه کې وسله والې ډلې وځپي."
بل لور ته ټاکل شوې ده چې کابو ۶۵۰ امریکایي ځواکونه پولنډ ته ورسېـږي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دا په اصل کې د خپلو ناټو ملګرو د ملاتړ او د یو ګډ ځواک د څرګندولو لپاره یو ګام دی.
پر دې سربېره به یو شمېر امریکایي ځواکونه په درییو بالتیک هېوادونو، لاتویا، اېستونیا او لېتوېنیا کې ځای پر ځای کېږي.
په تېرو څو اوونيو کې روس پلوو ملېشو په ختيځ ډنېڅک سيمه کې څو ښارونه نيولي دي.
دوی څو حکومتي ودانۍ نيولي او خپل چارواکي يې ګومارلي دي، دا هغه تکتيک دی چې د دې کال په لومړيو کې له اوکراين نه جلا شوې سيمې کريميا کې وکارول شو.
امريکا لا له وړاندې له مسکو نه غوښتي و چې له روس پلوو وسلوالو وغواړي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او دولتي ودانۍ پرېږدي.
امريکا دغه راز له روسيې په ټينګه غوښتي، چې خپل تعرضي حالت ته بدلون ورکړي، که نه له نورو بنديزونوو سره به مخامخ شي.
په هر صورت ښاغلي لاوروف د امريکا متحد ايالات د اوکراين په کړکېچ کې په لاسوهنې تورن کړي دي.








