د جنوبي کوريا ولسمشرې د بيړۍ عملې کړنې غندلې

د عکس سرچینه، AFP
د جنوبي کوريا ولسمشرې پارک جېین های تېره اونۍ د ډوبې شوې بیړۍ عملې د ځینو غړو کړنې غندلې او وژنې ته یې ورته ګڼلې دي.
آغلې پارک وویل چې په دې پېښه کې ګرم کسان به د خپلو جنايي او ملکي مسووليتونو ځواب ووايي.
لامبوزن چې اوس د نسکورې شوې بیړۍ ډېرو برخو ته ننوتلي شي له بیړۍ د مړو ایستلو ته دوام ورکوي.
د مړو شویو شمېر اوس ۶۵ ته رسېدلی او ۲۳۸ نورکسان لا تري تم دي چې ډېري ېي زده کوونکي دي.
مړي د جیندو جنوبي ټاپو ته لېږدول کېږي چېرې چې کشتۍ نسکوره شوې ده.
په همدې کې پولیسو هغو سلګونو پيغامونه ته لاسرسی پیدا کړی چې د کشتۍ مسا فرو د پېښې پر مهال د خپلو تیلیفونونو له لارې استولي دي.
په ټوله کې ۱۷۴ کسان له کشتۍ ژوندي ژغورل شوي دي.
کشتۍ کې ۴۴۶ کسان سپاره و چې ۳۳۹ يې د ښوونځي زده کونکي او ښوونکي و چې په رخصتۍ روان و.
ډېری هغه مهال ایسار شول چې کشتۍ تر کږېدو وروسته نسکوره او ډوبه شوه.
پلټنې دې متوجه دي چې کشتۍ ولي کږه او ډوبه شوه .








