پاکستاني طالبانو اوربند پایته رسولی

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستاني طالبانو ویلي، چې له حکومت سره به د تېرې میاشتې اعلان شوی اوربند نور ونه غځوي، خو وايي چې د سولې خبرو ته لاهم ژمن دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند ویلي، اوربند نور ځکه نه غځوي، چې په وینا یې حکومت پر خپلو ژمنو ونه درېد، خو په وینا یې طالبان لاهم د سولې خبرو ته ژمن پاتې دي.
تر اوسه د طالبانو د تازه خبرو په تړاو پاکستاني حکومت هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې د لومړي وزیر نواز شریف په نوښت د تېر کال ټاکنو پرمهال مطرح شوې.
دواړو غاړو پرېکړه وکړه، چې د سولې د خبرو لپاره اوربند یو مهم شرط دی.
پاکستاني طالبانو د تېر مارچ پر لومړۍ نېټه د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړ، چې بیا وروسته د اپرېل تر ۱۰ پورې وغځول شو.
حکومت د اوربند په اوږدو کې د اورپکو پرضد هوايي بریدونه هم وځنډول.
پرتېره چارشنبې د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه ویناپاڼه کې وویل، چې د مرکزي شورا "د یوه غږ پرېکړې له مخې به نور اوربند ونه غځوي؛ ځکه چې حکومت په بشپړه توګه د طالبانو د اساسي غوښتنو په تړاو چوپ پاتې دی".
"خو د خبرو بهیر به له بشپړ صمیمیت او جدیت سره مخته روان وي".
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان څو ورخې مخکې ویلي وو، چې د سولې خبرو هدف یوه "پراخ" پړاو ته د ننوتلو لپاره وې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په اسلام اباد کې د بي بي سي د خبریال هارون رشید په وینا، حکومت له پاکستاني طالبانو سره د تېر کال په لومړیو کې خبرې پيل کړې وې، چې هدف یې په هېواد کې د هغې اورپکۍ ختمول وو، چې په لړ کې یې زرګونه کسان ووژل شول.
زموږ خبریال زیاتوي، د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو د یوڅه وخت لپاره دوام وکړ، خو بیا وروسته د خونړیو بریدونو له کبله وځنډول شوې.
وروستي اوربند ته په کتلو سره، پاکستان په تېره میاشت کې هم د بریدونو شاهد و، چې تر ټولو وروستی او خونړی برید د پلازمېنې اسلام اباد په څنډه کې د مېوې په یوه مارکیټ کې و، چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.
د پاکستاني طالبانو تحریک ددغه برید پړه ونه منله، خو خبریالان وايي، چې د طالبانو تحریک په یو ډول له هغو اورپکو ډلو سره تړاو لري، چې د سولې د خبرو د پیل شوي بهیر څپ څپانده کولو هڅې کوي.








