ماليزيايي الوتکې لټون لپاره روبوټ اوبتل کارېږي

د عکس سرچینه، AP
د تري تم شوې ماليزيايي الوتکې د لټون په لړ کې اوس په لومړي ځل له يوۀ روبوټ اوبتله کار اخيستل کېږي.
د لټون د عملياتو مشر انگس هوستون وويل "څومره زر چې شونې وې، د بلوفېن ٢١ په نامه دغه روبوټ اوبتل به د الوتکې د پاتې شونو لټون لپاره د سمندر غولي ته و استول شي."
د لټون ډلو تر اوسه د موقعيت موندنې داسې وسيله کاروله چې کولاى شواى په مټ يې، د الوتکې د تور بکس څخه ترلاسه کېدونکى سېگنال (غږيزې اشارې) واورې.
خو د اپرېل له ٨ نېټې وروسته کوم بل سېگنال نه دى ترلاسه شوى، او داسې اندېښنې شته چې ښايي د تور بکس د بطرۍ برېښنا ختمه شوې وي.
د ماليزيايي الوتکې د لټون عمليات د استراليا د پېرټ ښار لوېديځ لوري ته پر شته اوبو ورټول دي.
، دا روبوټ اوبتل د سمندر په غولي کې د غږيزو څپو په مټ توکي مومي او بيا يې نقشه جوړوي.
دا وسيله به په هغه سيمه کې د الوتکې د پاتې شونو لټه کوي چې تېره اوونې ترې سېگنالونه اورېدل شوي و.
ماليزيا د هوايي شرکت ۳۷۰ الوتکه له ۲۳۹ سپرليو سره يوه مياشت وړاندې د مارچ پر څلورمه له کوالالامپور نه د بېجنګ پر لار ورکه شوه.
د دغې الوتکې ډېری سپرلۍ چينايان وو.
په الوتکه پسې د شاوخوا لسو هېوادونو لسګونه بېړۍ او څرخي الوتکې ګرځي، خو لا يې هم څرک نه دی لېګدلی.
کابو لس ورځې وړاندې د دغې الوتکې د چينايي سپرليو خپل خپلوان د ماليزيا پر حکومت د فشار اچولو او د لټون هڅو چابکولو لپاره ماليزيا ته ولاړل.
که څه هم تر دې وړاندې سپوږمکيو دوه ځله په سمندر کې د داسې ټوټو تصويرونه وموندل چې فکر يې کېده د ورکې شوې ماليزيايي الوتکې به وي، خو تر پلټنو وروسته ناسم وختل.








